Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جلالي: نړیوال ډیپلوماتیک ډګر کې د افغانستان بشپړې رسمیت پیژندنې  ته نږدې شوي یو 

admin by admin
2022/04/11

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست مشر ذاکر جلالي وايي، په مسکو کې د افغانستان سفارت رسمآ د افغانستان نوي سفیر ته سپارل شوی دی او له دې وروسته ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو د لا ټینګښت لپاره به کار کوي.

 جلالي وايي، روسیه په سیمه او نړۍ کې یو مهم هېواد دی  او له دې کار سره یې افغانستان نړیوالې رسمیت پيژندنې ته ور نږدې کړ.

جلالي زیاته کړه:« پرون په مسکو کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت له لوري استول شوي ډیپلومات ته رسما وسپارل شو او له دې وروسته به مسکو کې د افغانستان سفارت  د روسیې او افغانستان د اړیکو په تامین کې مثبت رول ولوبوي. همدا راز له نورو هېوادونو سره د اړیکو په تامین کې هم مثبت رول ولري،نو پر دې اساس موږ ورځ تربلې په ډیپلوماتیک ډګر کې د بشپړې رسمیت پیژندنې په لور ګامونه اخلو او واټن لنډوو.»

د چارو یو شمېر  شنونکي بیا په دې باور دي،چې د نړۍ تازه شرایطو او د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ سیالیو افغانستان ته د نړیوالې رسمیت پيژندنې شرایط برابر کړي دي،خو کابل ته په کار ده،چې هغه برخې هم بشپړې او معیاري کړي،چې په دغه برخه کې نړۍ ته مهمې دي. 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«نړیوالو شرایطو ته په کتو د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې مسله له بل هر وخت اوس په ښه حال کې ده،د دې لپاره،چې په عملي توګه دغه کار له ټولو هېوادونو سره همزمان وشي،موږ باید ځینې کورنۍ دندې ترسره کړو او دغه کورنۍ دندې د خپل ملت رضایت لپاره او له نړیوالو د مشروعیت اخېستلو لپاره اړینې دي.له ولس سره ډیالوګ، د ښوونې او روزنې پروسې سراسري پیل ، د مرستو شفاف ویش او د امنیت د ډاډمن کیدو لپاره د ولسونو همکاري.» 

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج بیا  وايي، په مسکو کې کابل ته د افغانستان د سفارت سپارل به پر نورې نړۍ هم اغیزه وکړي او د افغانستان رسمیت پیژندنې ته به یې وهڅوي .  معارج وايي،د هېوادونو ترمنځ د افغانستان پر سر سیاسي سیالیو د کابل لپاره ښه فرصت رامنځ ته کړی او اوسنی حکومت باید ترې ګټه واخلي. 

معارج  زیاته کړه:«چین او روسیې د افغانستان یو ډيپلومات منلی دی او شرق او غرب ټکرو ته په کتو سره دوی غواړي،چې طالبانو ته امتیاز ورکړي او ځان ته یې جذب کړي. دا کیدای شي،چې په غربي نړۍ ناټو او امریکا هم تاثر وکړي او هغوی هم وهڅوي،چې خپل ډیپلوماتان کابل ته راولیږي او د افغانستان د نوي حکومت ډیپلوماتان په خپلو هېوادونو کې ومني او له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.» 

پاکستان،ایران،ترکمنستان،قرقزسستان او چین هغه هېوادونه دي،چې د افغانستان د نوي حکومت ډیپلوماتان یې په خپله خاوره کې منلي،خو روسیه یوازینی هېواد دی،چې د ډیپلوماتانو  د منلو ترڅنګ یې د افغانستان سفارت هم ورسپارلی دی،چې له دې سره د افغانستان درسمیت پيژندنې او د نړیوالو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو هیلې زیاتې شوې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist