Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: ننګرهار کې د چانیزو عملیاتو پر مهال سلګونه مېله سپکې او درنې وسلې نیول شوي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/10

په ننګرهار ولایت کې د اسلامي امات ملي  دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی ریاست ځواکونو له لوري د ښار په نهه ګونو ناحیو  پیل شوي شپږ ورځني چانېزعملیات پای ته ورسېدل. 

مسوولین وايي، د پلټنې په دغو عملیاتو کې یې سلګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولي او ګڼ نظامي وسایط او تجهزات یې لاس ته ورغلي.

 دوی وايي، په دغو عملیاتو کې سرتېرو سره ښځینه سرتېرو هم شتون درلود او لومړی به د پلټنې لپاره دوی کورونو ته ورتللې.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وايي:« په یادو عملیاتو کې چې د قوماندانۍ له لوري ۴۰ ښځینه پولیسې هم ورسره مل وې. کله به چې مجاهدین یوه کلي ته دننه کېدل، نو اول به یې د کلي ملا امام، د کلي مشر پیدا کاوه او بیا به له هغې وروسته یوه کورته  ورتلل. کله به چې کور ته دننه کېدل، لومړی به ښځينه پولیسې دنده کېدې. هغوی به چې کورته دننه شوې بیا وروسته مجاهدین کورته دننه کېدل ، نو بیا یې تصفیه او عملیات کول. » 

همدارنګه د ۲۰۱  خالد ابن ولید قل اردو ویاند وحیدالله محمدي د هغو ټولو وسایلو، وسایطو او تخهیزاتو په تړاو رسنیو ته مالومات ورکړل،چې د عملیاتو په تر څ کې نیول شوي دي.

په دغه عملیاتو کې دوه تنه چې له جلال اباد ښار انسان تښتونکو تښتولي وو ازاد شوي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

محمدي زیاته کړه:« په ننګرهار ولایت کې، ولایتي اداره، د امینه قوماندانۍ استخبارات او د مجاهدینو ګډ کمېسیون  له لوري د ننګرهار په مرکز او په بېلابېلو سیمو کې ګډ چانیز شپږ ورځني عملیات ترسره شول. 

په عملیاتو کې ۵۴۵ سپکې او درنې او ګڼ نظامي تجهیزات او وسایط ترلاسه شوي دي. د یادونې وړ ده،چې مجاهدین له هېڅ نوعه مقاومت سره مخ شوي نه دي. » 

د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وايي،هغه خلک چې لا یې هم له ښاره په لرو پرتو سیمو کې دولتي وسایط له ځانونو سره ساتلي،پر وخت دې وسپاري .

زابلي زیاته کړه:« له ټولو ننګرهاریانو په درناوي هېله کوو،که له هر چا سره د بیت المال شیان وي، هغه نظامي وسایط وي، البسه وي او ټوپک وي، هرڅه چې وي، امنیه قوماندانۍ او مجاهدینو ته تسلیم کړي.»

په یادو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص شوی کس بیا وايي، ۲۸ ورځې وړاندې له بهسودو ولسوالۍ تښتول شوی وو.

د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوی احسان الله وايي:«  زه د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی وم. شااوخوا ۲۸ شپې وروسته زه په چانیزو عملیاتو کې راپیدا شوم. زه له مجاهدینو ډېره مننه کوم، ډېر خوشاله یم،چې چانیزو عملیاتو کې یې زه کورته راوستم.»

په لویو ښارونو کې د اسلامي امارت له لوري د چانیزو عملیاتو پراخه هرکلی شوی،خو ترڅنګ یې یو شمېر خلکو بیا له دې عملیاتو سر مخالفت هم کړی دی.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist