په سویل کې د پکتیا ولایت شواک، ګردې څیړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو اوسیدونکي وايي، سیمو کې یې مخابراتي خدمتونه په نه شته حساب دي او د یوې تلیفوني اړیکې نیولو لپاره تر ساعتونو مزل کوي.
د پکتیا شواک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ټیلیفوني شبکې په هر ځای کې کار نه کوي،یو شمېر ځایونو کې کار کوي، خو په ځنې ځایونو کې کار نه کوي. محدودو ځایونو کې ټیلیفوني شبکې کار کوي.»
د پکتیا ګردې څېړۍ یو تن اوسېدونکی بیا وايي:« په ګرده څېړۍ کې یوازې سلام مخابراتي شرکت کله کله کار کوي. دلته د انټرنیټ اسانتیاوې هېڅ نه شته دی.»
د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ مشر نصیرالله هجرت مني،چې ځدراڼو میشتو ولسوالیو کې یې خدمات ټکني او زرمت او جاني خیلو کې هېڅ ډول خدمات نه لري.
هجرت زیاته کړه:« داسې لرې پرتې ولسوالۍ لکه زرمت او جاني خېلو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات نه شته دی، که وي، هغه د ولسوالیو مرکز پورې محدود دي.»
هجرت وایي، د مخابراتي شرکتونو استازو ډاډ ورکړی دی،چې د پکتیا ټولو سیمو کې به له اړتیا سره سم خدمتونه وړاندې کوي او شته ستونزې به هواروي.
هغه زیاته کړه:«انشاء الله په لږ وخت کې به د مخابراتي سیسټم ستونزه حل شي. انشاء زموږ ۹ مه پروژه ختمه شوې او ۱۰ مه پروژه به شروع شي. په دې کې موږ پلان لرو،په هغو ولسوالیو کې چې مخابراتي خدمات نه شته دی،خلکو ته مخابراتي خدمات ورسوو.»
د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي،ګردیز ښار او ولسوالیو کې د نا راجسټر شویو سیمکارتونو د پلور مخه یې نیولې او چاته اجازه نه ورکول کیږي،چې په خپلسري ډول سیمکارتونه وپلوري.