Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نیمروز کې د پاکستان پر وړاندې له خاورې د دفاع لپاره زرګونه افغان سرتیري سیمې ته تللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/10

 د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه  د نیمروز ولایت په ځینو سیمو کې د اغزن تار لګولو پرسر د افغان سرتیرو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تازه نښتې شوې دي او پاکستانی پوځ یې د موقت وخت لپاره د تار له غځولو منعه کړی دی. 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، پاکستان د افغانستان له تیرو نظامونو سره پټ روابط درلودل او له دغو اړیکو نه په ګټې اخیستنې سره له کرښې راوښتی دی او د افغانستان خاوره یې لاندې کړې ده .

 دوی وايي، اسلامي‌امارت دې نه یوازې د افغان نورې خاورې لاندې کولو مخنیوی وکړي، بلکې د افغانستان لاندې شوې خاوره دې هم بېرته ترې واخلي. 

پخوانی نظامي سرور نیازی وايي:« تیرو نظامونو له ګاونډیو هېوادونو سره پټ روابط درلودل او هغوی هم له دغې موقعې نه ګټه واخېسته او څو کیلومتره د افغانستان خاورې ته رادننه شوي دي، اوس نه یوازې دا چې باید ګاونډیو  ته اجازه ورنه کړل شي، بلکې زموږ نیولې خاوره هم باید ترې واخېستل شي .» 

کارپوهان وايي، په تیرو شلو کلونوکې اسلام اباد به یوازې د کابل له اعتراضي لیک سره مخامخ و،خو اوس له داسې یو ځواک سره اوښتی دی،چې تازه یې د خپلې خپلواکۍ لپاره د امریکا په مشرۍ ناټو ماته کړې. 

له پاکستان سره  دډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د رامنځ ته شویو ستونزو د حل لپاره پر سیاسي حل لاره ټینګار کیږي او غوښتنه داده،چې دواړه لوري باید له دیپلوماتیکو  چینلونو مخ ته لاړشي. 

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« هغه څه،چې په نیمروز کې پیښ شول دا د پاکستانیانو د دخالت په مانا باندې و، پاکستانیان دې دا خبره واوري،که پرون دوی د یو حکومت  له اعتراضي لیک سره مخامخ کیدل،خو نن د یوه ملت له ارادې سره مخامخ کیږي. نن له داسې پوځ سره مخامخ کیږي،چې هغه د دغې خاورې د ساتلو لپاره د نړۍ ترټولو ستر ځواک امریکا او ناټو په ګونډو کړ او دوی دې پوه شي،چې د پنجاب پر وړاندې د دغه پوځ دریدل ساده خبره ده ،خو له پاکستان سره دې زموږ ستونزې  د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل شي.»

خو د  افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا  په نیمروز کې د افغانستان – پاکستان ترمنځ د رامنځ ته شوې جګړې په تړاو ډېر جزئیات نه ورکوي او وړه پیښه یې ګڼي چې په وینایې دواړه لوري یې د حل پر لارو کار کوي.

کریمي وايي،ولسونو ته ډاډ ورکوي،چې له خپلې خاروې نه به په کلکه دفاع او ساتنه کوي.

کریمي زیاته کړه:« یوه وړه پیښه هلته سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د دواړو لوریو مسوولین هڅه کوي،چې رسیدنه ګي وکړي او هېله شته،چې حل شي. موږ نه غواړو،چې له ګاونډیو سره په مناقشه کې ووسو .»  

 دوه ورځې وړاندې  د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نیمروز ولایت ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمه کې هغه مهال نښته پيل شوه،چې پاکستاني لوري د افغانستان په خاوره د اغزن تار غځولو کار پيل کړ او د یوه کلي د لیږدولو غوښتنه یې وکړه،چې دافغان لوري له سخت غبرګون سره مخ شول او د کار مخنیوی یې کړی دی.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist