جنرال میلي چې سنا کې یوې نظامي کمیټې ته وینا کوله وویل، دا خبره په پوره ډاډ او له شواهدو سره نه شي کولای،خو امکانات او احتمال یې زیات دی.
خو د امریکا د سنا یو شمیر غړي بیا وايي، دا خبره د احتمال تر حده کیدای شي،ځکه پوتین له ډېره وخته دا په ذهن کې درلوده،چې پر اوکراین برید وکړي.
تر دې وړاندې ځینو نورو نظامیانو او امریکايي چارواکو هم دا نظر وړاندې کړی و،چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل،پوتین ته دا جرأت ورکړی،چې پر اوکراین برید وکړي.