Skip to content
په زابل ولایت کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري ۱۹ مه» د هوما خیریه بنسټ له لورې پر ۲۰۰۰ اړمنیو کورنیو د خوراکي توکو مرستو وېش لړۍ پیل شوه.
په یاد ولایت کې هوما موسېسې ولايتي حضرت ولي وايي، مرسته شوي خوراکي توکي هغو کورنیو ته ویشي،چې سختې اړمنې وي.
ولي وايي، مرستې بهرمیشتو افغانانو رالېږلي او دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
ولي زیاته کړه:« دغه مرستې،چې بهرميشتو افغانانو راليږلي دي،هغو کسانو ته ورکول کيږي،چې سخت اړمن وي او د شپې تيريدو لپاره څه نه لري.»
په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي وايي، دغه ډول مرستو ته يې زياته اړتيا درلوده او په خبره يې تر وروستيو سياسي بدلونو وروسته دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه کورنيو پر اسلامي امارت او نورو مرسته کوونکو ادارو غږ کوي،چې په راتلونکي کې دوی هېر نه کړي او مرستې ورسره وکړي.
مرسته تر لاسه کونکی نجیب الله وايي:« موږ له دغو مرستو ډېر خوشحاله يو،ځکه په روژه کې موږ په کور کې هيڅ نه درلوده،غوښتنه کوو،چې نورې مرستې هم باید راسره وشي.»
یو بل مرسته تر لاسه کونکی سيف الله بیا وايي:«دغه د روژې مبارکه مياشت ده،خلک هېڅ نه لري. کار نه شته دی،چې مزدوري وکړي. هېله ده،چې ټول مرسته کوونکي په دغه مبارکه مياشت کې خپلې مرستې زياتې کړي.»
زابل چې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله یې خلکو ته زیات اقتصادي زیانونه اوښتي، دا مهال یې خلک له زیات فقر او غربت سره مخ دي.