Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

 د اروپايي ټولنې پارلمان د نجونو ښوونځيو په اړه د  اسلامي امارت پرېکړه وغندله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/09

په هېواد کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لیسو بندېدل لا هم د نړیوالو له پام غورځېدلې موضوع نه ده او یاده پریکړه تازه د اروپایي ټولنې پارلمان په کلکه وغندله.

 د اروپایي ټولنې پارلمان د پنج شنبې د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۱۸ مه » په یوه ګډ پریکړه لیک کې د اسلامي امارت هغو ژمنو ته په اشارې ویلي،چې نه دي عملي شوي،چې د ښوونې برخه کې یې کړې وې.

پریکړه لیک  کې راغلي دي،چې د طالبانو له خوا پر ښځو روان بندیزونو دې ژر تر ژره لرې شي.

د اروپايي ټولنې پارلمان پریکړه لیک یوه برخه:«د  پارلمان غړي په افغانستان کې د ښځو مخ په خرابېدو هغه وضیعت غندنه کوي،چې د طالبانو واک ته رسېدو را وروسته رامنځته شوی دی. اروپایي ټولنې پارلمان له عام ژوند څخه د ښځو لرې ساتل او دوی ته زده کړو، کار، سفر کولو او روغتیایي حق نه ورکول،په کلکه غندي.»

د اروپایي پارلمان غړو په دې پریکړه لیک د زده کړو ترڅنګ د ښځو په تړاو د هغې پریکړې په تړاو هم اندیښنه ښودلې ده،چې له مخې یې، ښځې له محرم پرته له ۴۵ کیلو متره ډېر سفر نه شي کولای.

دوی وایي،د اسلامي امارت وروستۍ پریکړې افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت لا پسې خرابوي. 

په پریکړه لیک کې د هغو ښځو او نجونو ستاینه هم شوې ده،چې سړکونو ته راوتلي او د خپلو حقونو غوښتنه یې کړې ده.

د اروپايي ټولنې پارلمان پریکړه لیک یوه برخه:«د پارلمان غړي د هغو نجونو او ښځو زړورتیا هم ستایي،چې سړکونو ته راوتلي او د وروستیو پرمختګونو او طالبانو پریکړو پر وړاندې یې غږ پورته کړی دی. د پارلمان غړي پر اروپایي ټولنې او غړو هېوادونو غږ کوي،چې په افغانستان کې دا ډول ښځو او  د ښځو حقونو فعالانو ملاتړ وکړي.» 

د اروپایي ټولنې پارلمان غړو په دې پریکړه لیک کې همداراز ویلي، کابل کې یې د اروپایي ټولنې پلاوي دفتر پرانېستلو څخه موخه د بشري مرستو تنظیم کول او په افغانستان کې له بشري وضیعته  څارنه ده، نه د سرپرست حکومت رسمیت پیژندنه په مانا. 

په  ورته مهال  د پوهنې وزارت ویاند عزیز ریان وايي،دوی د ښوونځيو پرانېستلو لپاره  چمتووالی لري، خو په دې تړاو وروستۍ  پريکړه د دې وزرات د صلاحيتونو پورته ده او د اسلامي امارت د رهبرۍ په واک ده.

ریان زیاته کړه:« لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست، له اووم تر ډولسم ټولګې پورې د نجونو ښوونځي د لنډمهال لپاره ځنډول شوي دي. کله چې د اسلامي امارت مشرتابه حکم وکړي،د پوهنې وزارت چمتو دی،چې د هېواد د نجونو ښوونځي له اووم تر ډولسم ټولګې پورې پرانېزي.»

د اسلامي امارات له لورې د شپږم ټولګې پورته د ښوونځيو بنديدو پريکړه په کور دننه او بهر د زيات غبرګونو سره لا مل ده. خو د غبرګونو سربیره بیا هم اسلامي امارت د ښوونځیو د شروع کيدو په اړه خپله پريکړه نه ده  بدله کړې، او څه دپاسه دوه سوه ورځو راهیسي  لا هم د انجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist