د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د چین او روسیې دغه کار به چې په غیر رسمي حالت کې یې د افغانستان دیپلوماتان منلي، امریکا او غرب به وهڅوي،چې له کابل سره خپلې خرابې ډیپلوماتیکې اړیکې له سره جوړې کړي.
دوی وايي،د هېوادونو ترمنځ د افغانستان پرسر سیاسي سیالیو ښه فرصت رامنځ ته کړی او اوسنی حکومت باید ترې ګټه واخلي.
د سیاسي یو شمېر کارپوه عزیز معارج وايي:« داچې چین او روسیې د افغانستان یو ډيپلومات منلی دی او شرق او غرب ټکرو ته په کتو سره دوی غواړي،چې طالبانو ته امتیاز ورکړي او ځان ته یې جذب کړي. دا کیدای شي،چې په غربي نړۍ ناټو او امریکا هم تاثر وکړي او هغوي هم وهڅوي،چې خپل ډیپلوماتان کابل ته راولیږي او د افغانستان د نوي حکومت ډیپلوماتان په خپلو هېوادونو کې ومني او له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.»
ځینې بیا په دې باوردي،چې چین په افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادې موخې لري او دغه هدف ته د رسیدو لپاره یې په خپله خاوره کې د افغانستان د نوي حکومت سیاسي استازی منلی دی.
دوی وايي، چین هغه هېواد چې امریکا یې به سیمه کې خپل سیال ګڼي او چین په نړۍ کې اقتصادي او نظامي زبرځواک یادیږي او له افغانستان سره یې سیاسي ملګرتیا د افغانانو په ګټه ده .
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« چین له پخواهم له طالبانو سره اړیکې درلودې او په افغانستان کې سیاسي اواقتصادي موخې لري. چین غواړي،خپلې دغه اړیکې او تعلقات نور هم له افغانستان سره زیات کړي او پر همدې اساس یې د افغانستان سیاسي نماینده ته اجازه ورکړه،چې هلته د طالبانو له لوري معرفي شي او خپل ډیپلوماتیک کارونه پرمخ یوسي.»
وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ومنله،چې چین یې سیاسي استازی منلی دی او هېله یې وښوده،چې دغه اړیکې به رسمي رنګ پیدا کړي.
له دې وړاندې په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري معرفي شوی،ډیپلومات جمال غروال هم د روسیې له لوري منل شوی او ژر به په دغه هېواد کې د افغان سفیر په توګه خپلې چارې پیل کړي.