Skip to content
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي مټه نوډسن د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۱۷ مه» کابل کې د رسنیو له استازو سره کتنه کړې ده.
په دغه ناسته کې د افغانستان له رسنیز سکتور او ژورنالیستانو سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ ټینګار شوی دی.
دوی له اسلامي امارت غوښتي،چې له رسنیو سره خبرې اترې پیل کړي، سخت اقدامات پای ته ورسوي او له ګواښونو او تاوتریخوالي د ژورنالیستانو ساتنه وکړي.
وروسیتو څو میاشتو کې سلګونه چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ د اقتصادي ستونزو او بېلابېلو عواملو له امله تړل شوي دي.
اسلامي امارت بیا د شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.