مخکینۍ دیپلوماته شکریه بارکزۍ بیا وايي،د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي اړیکو خربوالي قیمت به افغان ولس ورکوي او اسلامي امارت باید ولس له دغه ډول ستونزو وژغوري.
بارکزۍ وايي ،د نجونو د ښوونې اوروزنې پر وړاندې پراته ټول خنډونه باید لرې شي.
بارکزۍ زیاته کړه:« هر هغه سیاسي او ډیپلوماتیکه اړیکه،چې له افغانستان سره خرابېږي،په حقیقت کې د افغانستان خلک په یو ډول نه یو ډول قیمت یې ورکوي. تاسې فکر وکړئ، که چېرې پر افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شي، د افغانستان خلک به نور څه وکړي. په اوسنیو شرایطو کې طالبان باید داسې یوه تګلاره غوره کړي،چې هم له نړۍ سره په تعامل کې او پر کوردننه له خپلو افغانانو سره. »
د تعلیمي کال په پیل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امري ثاني پورې د اسلامي امارت له لوري وتړل شول،چې دغه کار نړیوال غبرګونونه درلودل او ان تر دې چې ځینو هېوادونو له افغانستان سره له خپلو اعلان شو مرستو انکار وکړ.