Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

له اسلامي امارته  د اروپا مسلمانانو ټولنې غوښتنه؛ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/06

د اروپا د مسلمانانو ټولنې مشرې ایوان ریډلي او د انګلستان الخير خيريه بنسټ رئیس په کابل کې د پوهنې سرپرست وزير سره ليدلي دي.

په دغه ليدنه کې د اروپا مسلمانانو د ټولنې مشر ايوان ريډلي د افغانستان ښونيز بهير سره د هر اړخيزو همکاريو او ملاتړ ژمنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند  عزیز احمد ریان وايي،ايوان په دې ليدنه کې له  اسلامي امارته وغوښتل،چې له  ۶ ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو بنديدو په پريکړه دې غور وکړي، ښوونځي دې پرانيزي او نجونو ته دې له زده کړو سربېره د کار کولو حق هم ورکړل شي.

ریان زیاتوي:« په ټوله کې پر دوو مسایلو بحث وشو. اوله موضوع په ټولنه کې د مېرمنو د کار او همدارنګه  د زده کړو حق په اړه وه. د پوهنې سرپرست وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل،چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې  او د شریعت په حدودو کې د  مېرمنو ټولو حقوقو او په ځانګړي ډول د زده کړو او همدرانګه د کار حق ته ژمن دی. په دې برخه کې اسلامي امارت پوره جدید کوي،چې د مېرمنو لپاره د کار او زده کړو اسانه او مصون شرایط برابر کړي.»

په ياده کتنه  کې د انګلستان الخیر خيريه بنسټ مشر بیا په افغانستان کې  د ښوونځیو او مدرسو جوړولو ژمنه وکړه.

ریان وايي، د پوهنې سرپرست وزير راغلې پلاوي ته ډاډ ورکړ،چې دوی د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د نجونو زده کړو او حقونو ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه:«  همدارنګه اغلې مریم وړاندېز درلود،چې دا غواړي، چې د افغانستان د پوهنې برخې سره همکاري وکړي، د افغانستان ولایتونو ته سفرونه ولري. نو د پوهنې سرپرست وزیر هم د نوموړې له دغه نیک وړاندیزه مننه وکړه او ورته یې وویل، د تاسو سفرونو برابره ولو په برخه کې، د پوهنې په ډګر کې د ستاسو خدمت لپاره به زمینه برابرو. »

اخوا د سیاسي چارو تحليل کوونکې دا ډول کتنې له ارزښت خالي نه ګنې او له اسلامي امارته غواړي،چې د نړيوال مشروعيت لپاره بايد د افغان نجونو حقونو او زده کړو ته درناوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر حکمت حکمت وايي:«  په کور دننه دیني علماء،په سیمه کې او نړۍ کې پر دې اجماع ده،چې د نجونو ښوونځي دي، لکه په ټوله اسلامي نړۍ کې ،چې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم خلاص دي، باید په افغانستان کې هم  د نجونو ښوونځي پرانېستل شي، ترڅو اسلامي امارت پر نړیواله کچه له هغو نیوکو خلاص شي،کوم چې په حقیقت د اسلامي امارت مشروعیت لپاره رامنځته شوي دي.»

د اسلامي امارت په راتګ سره پوره دوه سوه ورځې کيږي،چې له ۶ ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.

د نوې تعليمي کال پيل سره پر کوردننه د ښوونځیو خلاصيدو ته تمې ډېرې وي،خو اسلامې امارت په وروستۍ پريکړه کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځې بیا تر امرثانې بند کړل. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist