Skip to content
ناټو د امریکا متحده ایالاتو پر مشرۍ د طالبانو خلاف شل کاله جګړه وکړه،خو له افغانستان د وتلو ۸ میاشتې وروسته د دې سازمان مشر ینس سټولټنبرګ یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال فعالیتونو راپور وړاندې کړ او خبریالانو ته یې وویل، په افغانستان کې یې ماموریت له لاسته راوړنو ډک وه.
ناټو په دوه لسیزو کې طالبان له پښو ونه غورځل،خو امریکا سره د طالبانو د هوکړې پراساس د امریکا او ناټو سرتیري ووتل.
سټولټنبرګ د خپل ماموریت وروستۍ بریا افغانستان کې تخلیه وبلله،هغه تخلیه چې الوتکو پسې یې افغانان نښتی وو.
سټولټنبرګ وايي:« کله چې په اګست میاشت کې د افغانستان سیاسي او پوځي رهبري ونړېده، موږ په خپل تاریخ د تخلیې تر ټولو ستر ماموریت ترسره کړ. موږ په درې اونیو کې ۱۲۰ زره کسان له افغانستانه واېستل،چې په ډله کې یې ۲ زره هغه کسان ول،چې له ناټو سره یې کار کړی و او اوس د ناټو غړو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي دي. هغه درسونه،چې موږ له افغانستانه زده کړل، د راتلونکو ناورینونو په اړه به زموږ د متحدینو اقداماتو څرنګوالی مالوم کړي. »
ناټو له افغانستانه له وتلو وروسته ژر د اوکراین بحران کې ښکیله شوه. اوس د ناټو سرمنشي وایي، افغانستان کې له تجربو یې زیات درسونه ترلاسه کړی دي او د خپلو متحدینو لپاره به د راتلونکو بحرانونو په اړه څرنګوالی ټاکي.
خو کارپوهان بیا افغانستان کې د ناټو ماموریت په اړه بېلا بېل لیدلوري لري او باور لري،چې له ناکامۍ پرته بله بریا نه لري او دوی افغانستان کې ترشاه زیاتې ویجاړۍ پریښي دي.
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« په اند دوی شتون کومه مثبته پایله نه لرله او دوی ټولې تجربې چې ترلاسه کړي،ترخې وې،ځکه دوی دلته د دې پر ځای چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي، دلته دوی د دې په پلمه چې حکومت په لاس کې ونېسي او دوی د افغانستان راتلونکی برخلیک په زور او له داسې دولت سره چې دوی استازی وي.»
ناټو افغانستان کې تېرو شلو کلونو کې په افغان پوځ پانګونه وکړه خو د طالبانو بریا ته رسېدو سره سم وپاشل شو. اوس ټینګار داده چې د ناټو غړي هېوادونه باید افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي ترڅو د دوی په جګړه کې ویجاړ افغانستان جوړ شي.