Skip to content
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي،دوی په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دي،خو تر خپلې وسې له دغه هېواد سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.
روانچي ویلي، ایران له اګسټ میاشتې راهیسې،څو جوپې بشري مرستې افغانستان ته لېږلې او دې لړۍ ته به دوام ورکړي.
هغه همدا راز په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته په اشارې ویلي، دوی د میلیونونه افغان کډوالو کوربانه دي او په دې برخه کې هم د نړیوالو جدي پاملرنې ته اړتیا ده.
ایران داسې مهال د افغان کډوالو د کوربه توب خبره کوي،چې په وروستیو کې یې په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.