Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: که اسلامي امارت اوسني دریځ کې بدلون رانه ولي نړۍ به ورسره اړیکې ښې نه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/05

له تیرې لنډې مودې راهیسې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ نږدې شویو اړیکو کې یوځل بیا واټن رامنځ ته شوی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د اسلامي امارت وروستی دریځ او پر کور دننه سخت دریځي د دې لامل شوې،چې امریکا له امارت سره د خپلو ناستو لړۍ ودروي او په دوحه کې پلان شوې ناستې یې هم لغوه کړې. 

دوی وايي، ترهغې چې اسلامي امارت په خپل  اوسني دریځ کې بدلون او نرمښت نه وي راوستی، نړۍ به ورسره تعامل ته زړه ښه نه کړي .

دغه راز دوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي،چې په خپل اوسني سیاست کې بدلون راولي او هڅه دې وکړي،چې له امریکا سره  د مذاکراتو وروستۍ تړل شوې دروازه بیا پرانیزي. 

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« ترهغې چې اسلامی امارت په خپل اوسني دریځ کې تغیر رانه وړي او بېرته حالت نارمل نه کړي،ستونزمنه ده،چې نړۍ له دوی سره خپل تعاملات عادي حالته راولي.» 

ځینې بیا وايي، که اسلامي امارت غواړي،چې له نړۍ سره رسمي راشه درشه ولري،نو باید خپل حکومت له سرپرستۍ راوباسي، له ولس مشروعیت واخلي،د هېواد زعامت لپاره حقوقي ادرس معرفي کړي او د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانیزي. 

د دوی په باور که اسلامي  امارت دغه مسایل نه شي پلې کولی،نو د نړیوالو قانع کولو لپاره دې خپل دلایل وړاندې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیزمعارج وايي:« د نجونو ښوونځیو تړل د دوحې د تړون درېیم بند نه پلي کول،خلکو ته مراجعه نه کول او مشروعیت نه اخېستل،اساسي قانون نه جوړول، د زعامت حقوقي ادرس نه معرفي کول او مؤقتې ادارې ته دوام ورکول،دا هغه څه دي، که چیرې طالبان غواړي،له امریکا او نړۍ سره تعامل وکړي،باید دغه موارد پلي کړي او که نه  یې پلي کیږي، منطقي  دلایل دې ملت او نړیوالو ته وړاندې کړي چې ستونزه څه شی دی.»  

خو د  اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، له ټولې نړۍ سره تعامل غواړي او چمتو دي، هغه ټول مسایل،چې د هېواد د بهرني سیاست برخه کې ګرځي، له نړۍ او امریکا سره پرې بحث او خبرې وکړي،خو کورني مسایل او پریکړې یوازې د اسلامي امارت او افغان ولس پورې اړوند دي.کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سفر او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړلو پرېکړې سره سم د امریکا بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت سره په قطر کې د خپلو پلان شویو مذاکراتو دروازه بنده کړه او اسلامي امارت یې تورن کړل،چې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist