Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: په کندهار کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو کچه د تېر پرتله کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/05

د کندهار امنیتي مسوولینو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې  په دغه ولایت کې د غلاوو او نورو جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.

د یاد ولایت امنیه قوماندان مولوي رحیم الله محمود وايي،ځينې کړۍ هڅه کوي،چې خلکو کې د اندېښنو د زیاتېدو په موخه د غلاوو او نورو جنايي پېښو کچه لوړه وښيي.

محمود وايي، حکومتي او امنیتي مسوولین توانېدلي، چې دغه ښار کې د امنیتي پېښو کچه د پخوا په پرتله څو برابره راټيټه کړي.

هغه زیاته کړه:« پیښې ډېرې کمې شوي دي. موږ هره ورځ راپور لرو، د اوپراسیون په نوم قوماندانۍ کې یوه اداره ده،چې دا د ټول ولایت پر کچه،د ولسوالیو د ښار پر کچه، د حوزو پر کچه  راپورونه راټولوي، بیا یې کورنیو چارو وزارت ته ورکوي، نو دا د ټیلیفون له لارې،د وتس اپ له لارې، که د مخابرې، که د وړو مخابرو له لارې وي،که له هرې طریقې وي،موږ دا راټولوو. له موږ سره چې کوم مالومات دي، پیښې ډېرې کمې شوي دي.» 

د کندهار ښار اوسېدونکي هم مني،چې په دغه ښار کې د پخوا پرتله د جنايي پېښو کچه ټيټه شوې ده، خو د لا ښه امنیت لپاره ځانګړې غوښتنې لري.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« خلک چې کله له کوره وځي، د خپلې اړتیا لپاره وسایل  وباسي، په لاره کې ناوخته ترې اخیستل کیږي، په حوزو کې هم دغه کیسه ده،په ښار کې دغه وضعه ډېره خرابه ده. موږ له والي دا هیله لرو،چې خپل ځواکونو ته امر وکړي، چې د امنیت ښه والي په موخه ګزمې وکړي.» 

خو د امنیه قوماندان مولوي رحیم الله محمود وايي،په ښار او ولسواليو کې يې امنیتي ګزمې او اړین  تدابر زیات کړي دي.

ممود زیاتوي:« زموږ ګزمې ډېرې زیاتې شوي دي. په دې یوه اوونۍ سیارې ګزمې،پیاده ګزمې ۹۸۰ دي. موږ په یوه اوونۍ کې

۹۸۰  ګزمې کړې دي. موږ ۳۵۰ چیک پاینټونه کړي،چې هلته مجاهدین ولاړ ول، تلاشي او پوښتنې به یې کولې.» 

امنیتي مسوولین همدا ډول زیاتوي،چې کندهار ښار  او ولسوالیو کې یې د نشه یي توکو ګڼ پلورونکي نیولي او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې د نشه یي توکو د پلور کچه صفر شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist