Skip to content
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او خبریالانو ته یې ویلي،په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې.
سټولټنبرګ ویلي، دوی په افغانستان کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي،چې د ناټو لپاره د یوه درس حیثیت لري او د راتلونکو ستونزو په حل کې به ګټه ترې واخلي.
سټولټنبرګ دغه راز ویلي، دوی زرګونه متحدین له افغانستان اېستلي او دا یې د ناټو په غړو هېوادونو کې مېشت کړي دي.
هغه له افغانستان د تخلیې ماموریت هم ستره لاسته راوړنه وبلله.