د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت وايي، له دې وروسته دې د پېشلمي پر مهال د جوماتونو پر لوډسپیکرونو تلاوت، نعتونه او ترانې نه غږول کېږي.
یاد وزارت ټولو مسجدونو ته لارښوونه کړې،چې له دې وروسته دې د سهار او ماښام اذانونه پر یو وخت وکړي.
یاد وزارت ټولو جوماتونو ته سپارښتنه کړې ده،چې د اذانونو د وخت یووالی دې مراعات کړي او پر یو وخت دې اذانونه وکړي.
یاد وزارت خبرداری ورکړی دی،که څوک له دې امر سرغړونه وکړي،له قانوني چلن سره به مخ شي.