Skip to content
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وايي،سره له دې چې نړۍ له نورو ناورینونو سره لاس او ګرېوان ده، خو په دې سره باید افغانستان هېر نه شي.
د یادې ادارې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، سیاسي بدلونونو په میلیونونو افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ کړي دي.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، افغانستان په یوه کړکېچن پړاو کې دی او لسیزو جګړو، طبیعي افتونو، سیاسي بدلونونو او د نړیوالو بندیزونو بدو اغېزو میلیونونه افغان ښځې، سړي، نجونې او هلکان له بد وضعیت سره مخ کړي او نړیواله ټولنه باید د دوی دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي.