Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې په لومړي ځل د شمشاد راډیو ټلوېزیون پر نوښت د اذان سیالۍ پيل شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/03

په افغانستان کې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۱۳ مه» د لومړي ځل لپاره د اذان سیالۍ پيل شوې.

د شمشاد راډيو تلوېزیوون د ديني خپرونو مسوول رضا خان سیرت وايي، د اذان سيالۍ چې د سلګونو ګډونوالو په شتون کې پیل شوې،د هېواد له بېلابېلو ولايتونو په کې ګډونوالو برخه اخېستې،چې غوره پنځه اذان ویوونکي به ترې غوره شي.

سيرت زیاتوي:« په هېواد کې د  لومړي ځل لپاره شمشاد نړیوال ټلویزیون د آذان سیالۍ پيل کړه. الحمدالله نن یې لومړی ورځ او شروع شوه.هدف له دغې سیالۍ خپلو هېوادوالو هڅول او همدارنګه زموږ او ستاسو هغه هېوادوال،هغه کادرونه،چې په اذان کې واقعا ښه تجربه، ښه پوهه لري،ترڅو د هغوی  استعداد بهر ته راوباسو او  له هېوادوالو سره یې شريک کړو.»                                         

د ازان سيالۍ ازرونکې بیا وايي،دوی ډاډ ورکوي، چې د يادې سيالۍ برخوال د ځانګړې اصولو له مخې په پوره روڼتيا او انډول ارزول کيږي او وړتيا لرونکې اشخاص به يې بل پړواو ته لار پیدا کوي.

د سيالۍ ارزونکی قاري مبین شاه وايي:« انشاء الله تاسو ټولو لېدونکو ته او تاسو ټولو خپلو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوو او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته،چې په دې سیالۍ کې یې ګډون کړی.  الحمدالله دا حاکمان، داور صاحبان په ډېر شفاف او هغه معیارونه چې د آذان په سیالۍ  کې پر نړیواله  کچه په نظر کې نیول شوي، د هغو پر اساس به پرېکړه کېږي. انشاء الله.»

د سيالۍ ګډوانوال د شمشاد راډیو تلويزون له ياد نوښت خوښ دي او مننه کوي،چې په ياده برخه کې یې ورته د استعدا ځلولو فرصت برابر کړی دی.           

د اذان سيالۍ یو تن کډونوال وايي:« له موږ سره  الفاظ نشته دی،چې بیان یې وکړو. موږ له دغه ټلوېزیون او کارکوونکو یې،چې د دغې  سیالۍ لپاره یې  زمینه برابره کړې، مننه کوو.  اللهج  دې دوی ته خیر ورکړي،چې تل دغسې نیک نیک او زموږ افغانان وهڅوي،ترڅو هغې پورې چې د قرآن دغسې سیالۍ وشي. د آذان خو دغه ده االحمدالله موږ ډېر راضي یو داسې الفاظ نشته  دی،چې هغه تاسو ته بیان کړو.» 

ځنې نور ګډونوال بیا وايي،د دې سيالۍ لپاره پوره چمتوالی لري او هڅه کوي،چې نورو پړوانو ته لار پیدا کړي.

د سيالۍ یو بل کډونوال بیا وايي:« واقعا د هیواد په کچه که مبالغه ونشي د نړۍ په کچه دا لومړی زل وي

د اذان سيالۍ  د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د شمشاد راډیو تلوېزیون ون په نوښت کې پیل شوې دي، چې د ۶ ورځو په جريان کې به په پنځو پړاونو کې ترسره شي او د اخیري پړاو ۵ تنو ته برياليو ګډونوالو ته به ځانګړې جايزې ورکړل شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist