Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: د رسمیت پېژندنې برخه کې د نړیوالو معقولې غوښتنې د اسلامي او افغاني ارزښتونو رڼا کې منو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/02

د سیمې، نړۍ او افغانستان ترمنځ وروستۍ ډیپلوماتیکې راشې درشې تمې زیاتې کړي،چې د افغانستان نوی نظام به د نړیوال رسمیت تر سټیجه ورسیږي. 

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ايي،د نړۍ ټولو هغو معقولو غوښتنو منلو ته د اسلامې او ملي ارزښتونو په رڼا کې  چمتودي،چې د رسمیت پیژندنې په برخه کې یې نړیوال له افغانستانه لري. 

کریمي وايي،په دغه برخه کې یې بهرنی سیاست پر توازن ولاړ دی او پر تعامل او مذاکراتو باور لري.

کریمي زیاتوي:« اسلامي امارت د یوې ژوندۍ ډیپلوماسۍ له مخې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاسيت مخ ته وړي،پرتعامل،تفاهماتو او مذاکراتو باندې باورلري او اسلامي امارت به له نړۍ سره د مذاکراتو له لارې مخ ته لاړشي او ټول هغه موارد، چې واقعآ معقول وي او نړیوال هېوادونو او سازمانونو حق وي، اسلامي امارت به یې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې پوره کوي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،د نړۍ تازه شرایطو ته په کتو د زبرځواکونو هېوادونو ترمنځ سیالیو د افغانستان د حکومت رسمیت پیژندنې لپاره شرایط برابره کړي دي. 

دوی وايي، دغې موخې ته د رسیدو لپاره اړینه ده،چې کابل ځینې کورنۍ دندې،چې د ولس او نړۍ قناعت پرحاصل کیږي، باید ترسره کړي او نور دې له وړو مسایل ور تیر شي. 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت حکمت وايي:« نړیوالو شرایطو ته په کتو د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې مسله له بل هر وخت اوس په ښه حال کې ده. د دې لپاره،چې په عملي توګه دغه کار له ټولو هېوادونو سره همزمان وشي، موږ باید ځینې کورنۍ دندې ترسره کړو او دغه کورنۍ دندې د خپل ملت رضایت لپاره او له نړیوالو د مشروعیت اخېستلو لپاره اړینې دي. له ولس سره ډیالوګ ، د ښوونې او روزنې پروسې سراسري پیل ،د مرستو شفاف ویش او د امنیت د ډاډمن کیدو لپاره د ولسونو همکاري.»  

روسیه بیا په نړۍ  کې هغه لومړنی هیواد دی،چې په مسکو کې یې د افغانستان سفارت ته د اسلامي امارت لیږل شوي ډیپلومات باور لیک یې  په رسمي توګه منلی دی.  

دمګړۍ په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان دفتر او اورپايي ټولنې  د سفارت سربېره  ۱۴ د سیمې هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري او افغانستان ډېره برخه سفارتونه،چې په بهرنیو هېوادونو کې دي، د نوي نظام پر لارښوونه کار کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist