په ننګرهار ولایت کې د خښتو ۱۱۸ بټیو یوازې شپږ یې لا هم مات ګوډ فعالیتونه کوي،خو په نشت حساب دي او د ګوتو په شمار خلک په کې پر کار بوخت دي.
د بټپو مسوولین وايي، میلیونه افغانۍ یې بندې کړي،خو له تحوال راوروسته یې کارونه پر ټپه ولاړ دي.
د خښتو د بټيو ټولنې مسوول حاجي سلیم وايي:« په ننګرهار کې ۱۱۸ بټۍ وې. موږ سر وې کړې وه، په دې کې ډېر له ۳۰ تر ۴۰ رزو کسانو په کې کار کاوه. دا دوه درې کاله کیږي، په دې هېواد کې دا جنګونه راغلل دا کارونه ورځ تر بلې راسړېږي، خو بیا هم لږلږ کار روان دی، کله چې دا تحولات راغلل، د زغالو یوټن بیه ۷ زره وه او اوس په یو ټن ذغالو بیه ۱۶ زره ده.»
سلیم وايي، که څه هم دلته د سون لپاره ذغال شته دی او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کانونه لري،خو په خبره یې تر ډېره پاکستان ته روان دي او په دې بیه چې پاکستاني بټیوال یې اخلي،د دوی پر وس پوره نه دي.
سلیم زیاته کړه:« که قرارداتونه هم کوي، له ګاوندي هېوادونو سره یې کوي. که له نورو سره یې کوي، نو په خپله اندازه په کار وي، لومړی دې د خپل هېواد اړتیا دې پوره کړي، له هغې وروسته دې بیا له نورو سره قرارداد وکړي.»
سلیم وايي، په دغو بټیو کې وړاندې زرګونه کسان پر کار بوخت ول، چې اوس ټول بیکاره دي.
هغه زیاتوي:« مهمه دا ده، دا پر پروژو کار پيل شي، ترڅوزمږ کارورنه ورسره روان شي. ذغالو باندې دې هم ډېره هڅ وکړي. پر پروژو باندې دې ډېر کار وکړي، چې په دې هېواد ته خلک بېرته راشي،خپل هیواد ته دلته مزدوري وکړي، نو دا هېواد به بېرته آباد شي.»
یو شمېر نور د بټيو خاوندان هم ګیله لري او وایي،پر پاکستان دې زغال بند شي، تر څو دوی یې راونیولی شي او پر کور دننه بې کاره شویو خلکو ته بېرته د کار زمینه برابره شي او د بندو شو بټيو کارونه پیل کړي.
د خښتو یوې بټۍ خاوند حاجي لعل محمد ناصري وايي:« څومره قوله چې په افغانستان کې راوځي،موږ یې ۱۰ سلنه نه شو سوځولی، هغه ۱۰ سلنه هم موږ ته نه پاتې کیږي، دا ۹۰ سلنه هم ورکه شي او دا ۱۰ سلنه هم ورکه شي. موږ د قولي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه زموږ روزګارونه چې دي ټول له سقوط سره مخ دي. مخکې زموږ رئیس هم دې ته اشاره وکړه،چې له ۱۱۸ تر ۱۲۰ بټۍ وې، خو اوس یوازې ۶ بټۍ فعاله دي.»
کابل او ننګرهار کې سلګونه د خښتو بټۍ شته دي،چې وړاندې د اوړي او ژمي په موسمونو کې سلګونه زرو خلکو کار کاوه،خو اوس چې د سون توکي نه شته دی او د بیا رغونې کارونه نه ترسره کېږي کارونه یې ولاړ دي.