یو تازه فارغ شوی زده کړیال وايي:« زموږ ډېری ملګری، هغوی چې کله له پوهنتونه فارغ شوي، دنده نه لري. زه اوس هم داسې ملګري پېژنم،چې ان د ماسټرۍ ترکچې یې زده کړې کړي،خو بې کاره دي. خو زه له اسلامي امارته یوه هېله لرم، چې زموږ په شمول، چې اوس موږ فارغ کېږو، نور زده کړیالان هم راځي، له دې وړاندې هم فارغین شته دی، باید دوی ته کاري فرصتونه پیدا کړي. »
د پوهنتون يو شمېر استادان او د نظر خاوندان بيا له هېواده د افغان کادرونو وتلو ستر لامل د کاري فرصتونو نه شتون بولي او په خبره یې، که پر کوردننه ورته د کار زمینه برابره شي،د هېواد پرمختګ لامل کیږی.
د پوهنتون استاد نصرت الله نصرت وايي:« دا کادري غړي، هر هېواد،چې تاسې په نړۍ کې ګورئ، هغوی په اصطلاح سره دوی پسې سترګې وځي، چاته نه رسېږي،بلکې ځوانان له بهره خپل هېواد ته راغواړي. هلته کار پرې کوي، ثمره ترې اخلي. خو متاسفانه په افغانستان کې دغه ډېری استعدادونه له خاورو سره خاورې شوي دي. »
ځینې نور زده کړیالان بیا وايي، ځوان کادرونه په هره برخه کې وړتيا لري او باید د وتلو مخه یې ونیول شي.
عام باور دا دی،چې اسلامي امارت دې په خپله کابینه کې په لوړو او ټيټو بستونو هغه کادرونو ته ځای ورکړي،چې په بېلابېلو برخو کې يې زده کړې کړي او تخصص پکې لري.