Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس: له افغانستان سره د څه باندې دوه میلیارده ډالرو ژمنه وشوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/02

د ژمنو کنفرانس په نوم د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانس د پنج شنبې په ورځ د «۱۴۰۱ د وري پر ۱۱مه» پر لیکه د سویس پلازمینه جنیوا کې ترسره شو،چې کوربانه یې بریټانیا، جرمني او قطر ول. 

د دغه کنفرانس موخه د هغو ۴ اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو راټولول و،چې ملګرو ملتونو یې د افغانستان بشري وضیعت مهار لپاره غوښتنه کړه وه،خو په کنفرانس کې یوازې ۲  اعشاریه ۴۴ میلیارده  ډالر راټول شول.

د امریکا له خوا په دې کنفرانس کې ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمې استازې لنډا تومس ګډون کړی و،چې له افغانستان سره یې د ۲۴۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

تومس زیاتوي:« موږ اوریدلي،چې افغانان لا هم ډېرې اړتیاوې لري. په همدې موخه امریکا له افغانستان سره د ۲۴۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلانوي،چې د ملګرو ملتونو ادارو او ان جیو ګانو له خوا به په افغانستان کې دننه او سیمه کې افغانانو ته ورسول شي.» 

تومس ویلي،د افغانستان خلکو ترڅنګ ولاړ دي،خو مرسته شوې پیسې به د اسلامي امارت لاس ته نه ورځي.

هغې افغانستان کې نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لیسو بندیز په اړه هم ویلي چې باید بیرته پرانیستل شي ځکه که د یوې ټولنې نیمایي وګړي لیک او لوست ونشي کولی پرمختګ یې ناشونی دی.

له افغانستان سره نورې اعلان شوې مرستې په دې ډول وې.

افغانستان سره اعلان شوې مرستې:«اروپایي ټولنې او غړو هېوادونو ۲۸۵ میلیون ډالره مرسته، جرمني ۲۰۰ میلیونه یورو اضافي مرسته، ترکیې د ۵ میلیونو ډالرو مرسته او بریتانیا له کنفرانس یوه ورځ مخکې ۳۸۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه،چې نیمایي به یې افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کیږي.» 

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انټونیو ګوترس په دې کنفرانس کې وویل،د نړۍ ۴۰ هېوادونو  افغانستان پرېښود او اوس یې وخت دی،چې د خپلې دې پریکړې جبران وکړي او دا  هېواد هېر نه کړي.

ګوترس وویل،افغانستان کې دا مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري،په داسې حال کې چې ۹  میلیونه نور له سختې لوږې سره مخ دي.

هغه ټینګار کړی دی،چې د افغانستان روان وضیعت د مهار لپاره تر ټولو اړین ګام دا دی، چې د اقتصادي راپرځېدا مخه ونیول شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist