Skip to content
نړیوال بانک د افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو په غبرګون کې د ۶۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت خپلې څلور سترو پروژو چارې وځنډولې.
یاد بانک وايي، د دغو پروژو چارې به تر هغې ځنډیدلې وي،چې دوی د افغانستان د وضعیت په تړاو ډاډمن شوي نه وي.
د نړیوال بانک د خبرپاڼې یوه برخه:« کله چې نړیوال بانک او نړیوالو همکارانو یې په افغانستان کې وضعیت ښه درک کړ او ډاډ یې ترلاسه کړ،چې موخې یې پلې شوې دي،نو بیا به ځنډول شوې پروژې بیا پېل کړي.»
اخوا داقتصادي چارو شنوونکي اندیښنه څرګندوي،که د اسلامي امارت له لوري دا چلن دوامداره شي،نو امکان شته دی،چې ملګري ملتونه او نور مرستندویه هېوادونه هم خپلې مرستې لغوه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز وايي:« د دغو مرستو ځنډیدل به په اوسني وضعیت کې پر افغانستان باندې ډېر ژور وي. ځکه افغانستان په داسې حالت کې دی،چې د نړیوالو مرستو او په ځانکړې توګه د نړیوال بانک مرستو ته ډېره اړتیا لري،ترڅنګ یې که وضعیت همداشان دوام وکړي،نورې مرستې به هم چې د ملګرو ملتونو له لارې کیږي، بندې شي.»
اخوا ځینې نور بیا وايي، د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه روغتیايي پروژو ته ځانګړې شوې وه،چې اوس مهال د افغانستان لپاره ډېره اړینه ده،چې بندیدل به یې هم، ډېر سخت زیانونه ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی جبار ساپی وايي:« زموږ صحي برخه کې نړیوال بانک ډېرې ښې پروژې درلودې، که چېرته خدای نخواسته دغه پروژې بندې شي،نو صحي برخه کې چې زموږ ولس اشد ضرورت لري، ډېر متضرر شي. په ځانګړې توګه هره مرسته، چې د نړیوال بانک له لوري تمویل کیږي او هغه بندیږي، نو پر افغانستان بد تاثیرات لري.»
دغه پروژې د ښوونیزو، روغتیايي، کرنیزو او بشري مرستو په برخو کې وې،چې اوس مهال ورته ډېره اړتیا ده.
د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو مخنیوي له ملګروملتونو نیولې، تر اروپايي ټولنې او امریکا پورې د نړیوالې ټولنې غبرګونونه راپارولي دي.