یو مرسته اخیستونکې وايي: « زه اوه میاشتې کېږي،چې له پنجشیر ولایته دلته را بې ځایه شوې یم. تاسو خپله ښه پوهیږئ،کله چې یو څوک له خپلې سیمې بې ځایه کېږي،څومره ستونزې لري. د کور کرایه، واړه ماشومان. په تېرو اوو میاشتو کې له عالم شهاب پرته چې کله کله زنګ وهي او مرسته راسره کوي، نور هېچا راسره مرسته نه ده کړې. »
د مرستو اخیستو لپاره دا معلول کس له کاپیسا ولایت راغلی، وايي، تېرې شپږ مياشتې يې د مختلفو ادارو دروازې وټکولې،خو هیچا يې غږ وا نه وریده.
هغه وايي:« دا شپږمه میاشت ده،چې زه مڼدې ترلې کوم. د کډوالو چارو په ریاست کې مې عریضه وکړه، وروسته یې زه د مهاجرینو ریاست ته معرفي کړم. د مهاجرینو ریاست مشر ته یې اجازه نه راکوله. هره اوونۍ به یو یا دوه ځله ورتلم، خو اجازه به یې نه راکوله.بیرون به ورته په تمه وم. د مهاجرینو ریاست له مشر سره درې ځله زه خپله ورسره غږېدلی یم، زما حالت یې
لېدلي، په وارو کې واړه ماشومان راسره ول. له ما سره به یې ژمنه کوله،چې زنګ درته وهو، خو په همدې کې پنځه میاشتې تېرې شوې. وروسته له پنځه میاشتو یې دغه پایله ده،چې له دې ما ډېره کرایه پرې مصرف کړې.»
د هغه پر خبره،تېر نظام کې يې د معولیت په پيسو ګوزاره روانه وه،خو تر سیاسي تحول وروسته یې د معلولیت تنخواه او امتیازات بند شوي او له سختو ستونزو سره مخ دی.
غوښتنه داده،که اسلامي امارت پر پراختیايي پروژو کار پيل او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د ډېرو بې سرپرسته کورنیو ستونزې به حل شي.