Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: اتریش کې د افغانستان په اړه  جوړېدونکې ناسته بې اغیزې ده 

له ا.ا د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه؛ له ځنډ پرته د نجونو زده کړې بېرته پیل کړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/30

په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د بندیدو په تړاو د نړیوالو غبرګونونو پر دوام، تازه د بښنې نړیوال سازمان د ښځو زده‌کړې سرې کرښې یادې کړي او د اسلامي امارت دغه پریکړه یې د جنسیتي تبعیض اجنډا برخه بللې ده.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي،چې د فشار په توګه دې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو پر مهال د نجونو زده کړې اړینې وبلل شي.

د بښنې نړیوال سازمان  وايي:« د بښنې نړیوال سازمان پر نړیواله ټولنه غږ کوي،چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د نجونو او ښځو حقونه د سرو کرښو په توګه یادې کړئ. طالبان باید پرته له کوم ځنډه، د ټولو ټولګیو ښځینه زدهکوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي. هغوی دې له تبعیض ډکې اجنډا ته نورې پلمې نه جوړوي.»

بل لور ته د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل هم د اسلامي امارت دا پریکړه غیر عادلانه یاده کړې او د ښوونځيو تړل یې د ښځو له اساسي حقونو سرغړونه بللې ده.

بورېل زیاته کړه:« هېڅ دین او ټولنیز اصل د دې لامل کیدای نه شي،چې دا ډول غیر عادلانه چلن توجیه کړي. دا د ټولو ماشومانو لپاره د مساوي زده کړې له اساسي حقه ښکاره سرغړونه ده.»

بورېل وايي،  د اسلامي امارت دا پریکړه به د دوی ترمنخ پر اړیکو منفي اغیزې ولري.

هغه زیاتوي:« د طالبانو حکومت په دې کار سره د خپل کورني مشروعیت فرصتونه او د نړیوالو ترمنځ خپل باور له لاسه ورکوي. که طالبان پر خپله پریکړه له سره غور و نه کړي، نو دا به د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل په برخه کې هم ډېرې منفي پایلې ولري.»

اروپايي ټولنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندیدو له امله له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو د بدو پایله خبره وروسته له هغې کوي،چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د اړیکو رغیدو په موخه کابل کې خپل تړل شوی دفتر بېرته پرانیست.

اخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم وړمه ورځ د افغان نجونو د ښوونځیو بندیدو پر وړاندې په یوه اعلامیه کې سخت غبرګون ښودلی و.

له دې سربیره، قطر، ترکیې، برېټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو هم د نجونو ښوونځيو پّ اړه د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې او غوښتنه یې کړې ده،چې ښوونځي دې د ټولو پرمخ پرانېستل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist