Skip to content
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو.این. ډي. پي مشر اکیم سټاینر په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی و،تر څو د افغانستان راتلونکې په اړه له خلکو سره وګوري او په همدې تړاو لومړیتوبونه په ګوته کړي.
سټاینر کابل کې له سوداګرو، پانګوالو، خبریالانو او د پوهنتونونو استادانو سره لیدلي، د دوی غوښتنې یې اورېدلي او ټاکل شوې ده،چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانس کې یې نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
سټاینر زیاته کړه:« نړیواله ټولنه په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي،تر څو له افغانستان سره خپله ژمنتیا تازه کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان اوسني بشري ناورین سره د مالي مرستو او د افغانستان پر اقتصادي بیارغونه به راتلونکې پانګونه وي. دا به په دې مانا وي،چې د افغانستان خلک د دې لپاره چې په خپله پیسې وګټي،بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.»
سټاینر د نجونو منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل کېدو په تړاو وايي، دا ستونزه به نړیواله ټولنه دې ته اړه کړي،چې له اسلامي امارت سره پر خپل تعامل له سره کتنه وکړي.
سټاینر وايي،له د افغانستان حکومت په دې برخه کې د ښوونکو روزنې او د ودانیو رغولو تخنیکي ستونزې ولري، دوی ورسره مرستو ته چمتو دي.
سټاینر زیاتوي:« د افغانستان اوسنۍ رهبري باید په دې پوه شي،چې نړیواله ټولنه ډېره ژر خپله توجه د نړی نورو بحرانونو ته اړولی شي. نور لومړیتوبونه د ځان لپاره ټاکلی شي او نور له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورنه کړي. داسې یو حالت ته باید اجازه ورنه کړل شي. »
په ورته وخت کې سټاینر وايي، د افغانستان خلکو اوسنۍ ستونزې یوازې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله نه،بلکې وروستی جګړې، کورونا وبا او وچکالي نور هغه عوامل دي،چې بیېوزلي یې د کلیو سربېره اوس ښاورنو ته هم غځولې ده.
د سټاینرر په وینا، اوس کې افغانانو ته تر ټولو لویه ستونزه دا ده،چې د هېواد مرکزي بانک په سم ډول فعالیت نه لري او خصوصي بانکونه خلکو ته پیسې نه شي ورکولی،ترڅو اقتصادي فعالیتونه وکړي.
هغه زیاتوي:« دا باید په یاد ولرو،چې د افغانستان راتلونکې دې پورې تړلې ده،چې د افغانستان پر خلکو پانګونه وشي. خلکو ته باید د دې وړتیا ورکړل شي، په خپله په با عزته توګه روزي وګټي. د افغانانو پر وړو ستونزو چې د بريښنا نشتون او د مارکیټ سقوط دی،توجه وشي او پر لویو ستونزو خبرې وشي.»
د یو ان ډي پي مشر همداراز وايي، د ملګرو ملتونو په توګه به نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي،چې افغانستان هېر نه کړي او له دې هېواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.