د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، له دې دول ناستو زیاتې ګتې بهرنیان ترلاسه کوي،خو که اسلامي امارت ښه اجنډا او تګلاره ولري،افغانستان به یې هم لهګټو برخمن شي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«دا هېوادونه خپلې ګټې خامخا لري. دوی خپلو موخو ته ځانونه رسوي. افغانستان باید د دوی ګټې په پام کې ولري. بل خوا افغانستان تر هغې چې یو حقوقي نظام جوړ نه کړي، له لنډمهاله ادارې تېر نه شي او پر ځای یې سمه اداره رامنځته نه شي، همداشان د نړیوالو شرایطو ته غاړه کېنږدي، ناستې که وروسته جوړېږي یا اوس په چین کې جوړېږي، فکر نه کوم، کومه خاصه پایله د افغانستان لپاره ولري.»
چین افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله ده او د افغانستان په اړه یې بهرنۍ تګلاره اقتصاد محوره ده.
له دې سره سره چې چین له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري،خو تراوسه پورې یې حکومت پر رسمیت نه دی منلی.
د چین غوښتنې له خپلو سیالو هېوادونو سره ډېر توپير نه کوي، افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه لري او هم له اسلامي امارته تمه لري،چې نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري.
د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« د چین له ناستې د طالبانو هېله دا ده،چې دوی (اسلامي امارت) پر رسمیت وپېژندل شي. خو دوی وروستیو پرېکړو ښايي دغه فاصله اوږده کړي وي. ښايي دې ناسته کې دا مسله حل نه شي، خو د بشري مرستو مسله، د افغانستان جغرافیايي موقعیت او ارزښت مسله او ترڅنګ یې د اقتصادي پرمختګونو مسله ښايي په دې ناسته کې پرې بحث وشي. چین د دغه شان ناسو په جوړولو سره غواړي،چې د افغانستان له قضیې یو طرف ته پاتې نه شي او خپل ارزښت په دغه شان ناستو سره وښيي. »
چین ته په مخکې لوی کار د میس عینک کان دی،چې کارونه یې ځنډېدلي دي او په قرارداد کې یې ستونزې نه دي حل شوي.
اسلامي امارت تر ډېره هڅه کوي،چې په دا ډول ناستو کې نړیوال مشروعیت ته لابي وکړي او هېوادونه دې ته وهڅوي،چې له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې ولري.
خو پخوانۍ سفیر شکریه بارکزۍ بیا وايي،که اسلامي امارت د نړیوالو له غوښتنو او شرایطو سره ځانونه برابر نه کړي،یوې داسې پایلې ته رسېدل به ستونزمن وي.
بارکزۍ زیاته کړه:« زه فکر کو، په اصل کې طالبان له چین او روسیې سره ډېر نږدې شول او دا طبیعي خبره ده، چې امریکا طالبان افغانستان ته راوستل او قدرت ته یې ورسول. نو امریکا نه غواړي،چې طالبان له چین او روسیې سره دومره تعامل ولري او هغه هم په داسې وخت کې چې د دوی ترمنځ شخړه روانه ده. »
د چین ناستې ته د پاکستان،ایران افغانستان،تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران وربلل شوي،خو د هند بهرنیو چارو وزارت ته تراوسه پورې بلنه نه ده ورکړل شوې.