Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستل څېړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/28

د امریکا متحده ایالتو کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستلو څېړلو لپاره ۱۶ کسیز کمیسیون جوړ کړی دی او دغه کمېسیون ته یې څلور کلونه وخت ورکړی،چې خپلې ټولې څیړنې بشپړې کړي.

انګرس وايي:« د کانګرس له لوري د دغه کمېسیون ۱۶ ټاکل شوي غړي به څلور کاله وخت ولري،چې د ۲۰۰۱ کال له جون میاشتې  د ۲۰۲۱ تر اګسټ میاشتې پورې د امریکا او د هغوی د متحدینو نظامي، استخباراتي او ډيپلوماټیک فعالیتونه وڅېړي. دوی به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د تلفاتو په اړه هم څېړنه وکړي.» 

که څه هم د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي  دا کار اوس ناوخته بولي خو وايي، یوازینۍ موخه یې ښايي له افغان شل کلنې جګړې د امریکا او ناټو درس اخېستل وي او دا هغه دریځ دی،چې څو ځله  پرې دواړو لورو ټینګار هم کړی دی.

د سیاسي چاررو شنونکی طارق فرهادي وايي:«که دا کمېسیون تر ګوندونو پورته موضوع وي او د ګوندونو پورې تړلې نه اوسي،  نو تر ډېره یې موخه د درس اخېستل دي،چې په افغانستان کې یې څه زده کړي دي. خو د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستانه دا ډېره ژوره موضوع ده،ځکه هغوی یوازې افغانستان نه بلکې ټوله سیمه پریښې ده.»

اخوا ځیني نور بیا وايي، د امریکامتحد ایالت خپل ولس او نړیوال په دې قانع کول غواړي، چې له افغانستانه وتل د دوی سیاسي او پوځي بریا وه.

د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند وايي:«  د دې لپاره چې دوی بېرته د نړیوالو ذهنیتونه راواړوي، او نړۍ ته و وايي،چې دوی په افغانستان کې خپلې موخې ته رسیدلي او څه چې یې غوښتل،هغه یې ترلاسه کړي دي. ان دا تحلیلونه هم دي،چې امریکا ټوله پړه پر تیرو چاروکو واچوي.» 

خو د راپورونو پر بنسټ د دغه کمېسیون په جوړیدو کې د افغانانو د ملکي تلفاتو په اړه هېڅ ذکر نه دی شوی او د افغانستان لپاره به د دا ډول کمیټو جوړیدل کومه ځانګړې ګټه ونه کړي. 

د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لاملونو څېړلو لپاره داسې مهال کمېسیون ټاکي،چې افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي حضور د تیر کال د سپټمبر په  اوله نېټه پایته ورسید،جمهوریت نسکور او اسلامي‌امارت واکمني ترلاسه کړې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist