کابل کې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۶ مه» لسګونه زده کوونکو، ښوونکو او ښځينه مدني فعالانو د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی.
لاریون کوونکې وايي، زده کړې د ټولو انسانانو طبعي حق دی او دوی هم د هلکانو پر څېر حق لري، چې ښوونځیو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي.
لاریون کوونکې وایي،د ښوونځي یونیفورم یې له شریعت سره برابر او په ښوونځیو کې له لومړي ټولګي څخه دیني زده کړې کوي، نو له زده کړو د انجونو محروم کول هېڅ توجیه نه لري.
لاریون کوونکو شعارونه ورکول:« زده کړې او ښوونه مه سیاسي کوئ. موږ د افغانستان نجونو او هلکانو ته عدالت غواړو.»
لاریون کوونکې وايي، د اسلامي نړۍ په ټولو هېوادونو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی لري،خو یوازې د افغانستان له نجونو څخه دا حق اخېستل شوی دی.
دوی له اسلامي امارته غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او نړیوال ټولنه یې وننګوله،چې ګنې د په دې تړاو چوپه پاتې ده.
له دې سره د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمیشینره میشل باشلیټ وایي، د اسلامي امارت دا پریکړه به نه یوازې د افغانستان راتلونکې په خطر کې واچوي،بلکې افغانې ښځې به د نور تاوتریخوالي او بې وزلۍ قرباني کړي.
اسلامي امارت د روانې وري میاشتې پر درېیمه نیټه داسې مهال د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لیسو بندیز ولګاوه،چې میلیونونه ښځینه زده کوونکې په ټول افغانستان کې له اووه میاشتو وروسته ښوونځیو ته تللې وې.
اسلامي امارت وایي ښځینه زده کوونکې دې تر هغې ښوونځیو ته نه ځي،چې دوی ورته د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمه طرحه نه وي جوړه کړې.