په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان خالد ایوب وایي، د زهري قطعې سرتیري به پکتیا او خوست کې د لویو لارو ساتنه کوي،ترڅو خلک شپه او ورځ په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي
ایوب زیاته کړه:« دا مجاهدین چې فارغ شوي دي، دا خوست او پکتیا کې د لویې لارې ساتنې لپاره دي،چې ولس هوسا او ارام او د همدې لپاره دوی هلې ځلې کوي.»
د زهري قطعې دغه سرتیرو د صلاح الدین ایوبي روزنیز مرکز کې ۴۰ ورځې روزنه لیدلې او سرتیري وایي، د هر ډول امنیتي ننګو د مخنیوي توان لري،
د صلاح الدین ایوبي روزنیز مرکز استاد حلمی بدري وايي:« دلته شپیته نفره نن فارغ شول، څلویښت شپې د دغو ملګرو دلته تربیت وشو. ان شاالله چې د دوی هر ډول تربیت شوی دی.»
د زهري قطعې یو سرتېری وايي:« بهرنیو کسانو ته وایو،چې دا خلک له سره تیر دي. که د هېواد له پولو دې خوا ته مو د تګ زړه ښه کړ،دغه ځوانان به سخت غاښ ماتوونکی ځواب درکړي.»
د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان خالد ایوب وايي ډیورنډ فرضي کرښه یې تر ډېره تر امنیتي پوښښ لاندې راوستې او پاکستاني لوری پوه شوی دی،چې تر دې وروسته به صفري نقطو کې تیروتنې نه کوي.
ایوب زیاتوي:« ابتدایي حالت دی. شپږ اووه میاشتې د فتحې کیږي، خو بیا هم موږ دا نه غواړو،چې له چا سره ستونزې جوړې کړو،له ایران او پاکستان سره، د دوی هم په دې سر خلاص شوی دی، چې ستونزو کې ګټه نه شته دی. زموږ خپل سرحدونه ان شاالله خوندي دي.»
د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومانداني وایي، اړوند اووه ولایتونو کې یې هېڅ ډول امنیتي ننګونې نه شته دی او بېلابېلو روزنیزو مرکزونو کې د سرتیرو د روزنې بهیر په نورمال ډول روان دی.