Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له اسلامي امارته د ملګرو ملتونوغوښتنه؛ پر خپلو ژمنو عمل وکړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/27

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بند پاتې کیدو پریکړه وغندله.

د امنیت شور لس غړیو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي‌ امارته وغوښتل،چې ښوونځي پرانیزي او د نجونو لپاره خوندي چاپیریال برابر کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازې مونا جوول  و ايي:« روانه اوونۍ میلیونونه نجونې په افغانستان کې له اوښکو په ډکو سترګو له ښوونځيو پاتې شوې. د افغانستان د باثباته او امن راتلونکي لپاره تاسې د استعدادونو او بشري قوې مخه مه نیسئ. دغه مخنیوی د ښوونیزو مرکزونو بند ساتل دي. ښوونه د یوې ټولنې مهم اړخ دی. طالبانو ته زموږ پیغام دا دی،چې نجونې ښوونځیو ته پریږدي او هغوی ته خوندي چاپیریال برابر کړي.»

د امنیت شورا غړي هېوادونه وايي،یوناما د اسلامي امارت له لوري د ژمنو عملي کولو په خاطر کابل کې خپل ماموریت غځولی،ؤخو دا ډول تحرکات به یې دریځ زیانمن کړي.

اخوا  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي،چې هېواد امن دی او باید له دې فرصته، مثبته ګټه پورته شي.

د سیاسي چارو کارپوه حبیب الله جانبدار وايي:« د افغانستان اسلامي امارت باید دې غوښتنو ته اعتنا وکړي او اوس چې په افغانستان کې امن راغلی دی، دا شرایط اماده دي، چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي. هېڅ ډول ستونزه نه لیدل کیږي،نو په دې حالاتو کې د خلکو غوښتنو او د ملګرو ملتونو تشویشونو ته پاملرنه اړینه ده.» ځ

ځنې نور بیا وايي، که د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته زده کړو اجازه ور نه کړل شي، د سرپرست حکومت د رسمیت پيژندنې او نړیوال تعامل لپاره هلې ځلې به زیانمنې شي.

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:« که دوی دا ښوونځي نه پرانیزي،نو هغوی چې کومې مرستې کوي، کومه همکاري کوي،هغه وسپموي. ان  د افغانستان د رسميت پیژندنې په برخه کې چې کومې ژمنې شوې دي، په هغوی کې به هم ستونزې رامنځ ته شي.»

نظرونه دا دي،چې د ښوونځيو تړلو په کور دننه هم د خلکو زړونه مات کړي او پایلې به یې تر دې هم ګواښونکې وي.

د سیاسي چارو کارپوه یحیی چاوش وايي:« لکه څنګه چې مخکې د خلکو پر وینه سوداګري وشوه، اوس دې د خلکو پر اوښکو سوداګري وشي. د افغانستان د خلکو زړه ماتول دومره اسانه او ساده خبره نه ده او پایلې به یې تر دې هم ډېرې خطرناکې اوسي.»

بل لور ته د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرې میشل بشلیټ د اسلامي امارت چارواکي د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې بللي او ویلي یې دي، څو اوونۍ وړاندې کابل ته د خپل سفر پر مهال ورسره اسلامي امارت د نجونو ښوونځيو د پیل ژمنه کړې وه.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist