د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي، د دې خبر په اورېدو حیران شوی او پر وینا یې دوی په ځلونو اسلامي امارت هڅولی دی،چې خپل سیاستونه بدل کړي، نجونو او ښځینه وو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي او د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې پرانیزي.
عبدالرحمن زیاته کړې، نوي حکومت ته په کار ده،چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.
محمد بن عبدالرحمن همدار راز ټینګار کړی دی،چې دوی له نوي افغان حکومت سره ښې اړیکې لري او تمه لري،چې افغان چارواکي وکړی شي،یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، په تګلارو کې بدلون راولي او د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې وکړي.