Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا په دوحه کې له اسلامي امارت سره کېدونکې خبرې لغوه اعلان کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/27

له هغې وروسته چې د تعلیمي کال په سر کې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پیل تر امر ثاني پورې وځنډاوه، امریکا متحده ایالتو هم له افغانستان سره په دوحه کې خپلې کېدونکې خبرې لغوه اعلان کړې.

 

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي، له اسلامي امارت سره یې خپل ټول تعاملات او اړیکې ځنډولي دي.

پرایس زیاته کړې:« متحده ایالاتو له طالبانو سره خپل یو شمیر تعاملات او له دې جملې هغه ناستې چې دمخه په دوحه کې پروګرام شوې وې لغوه کړي دي. دې تصمیم ته موږ په خپل تعامل کې د یو بېرته تګ بالقوه عطف ټکي په توګه ګورو.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي،چې د نجونو ښوونځیو د پیل ځند د دې لامل شوی دی، د افغانستان او نړیوالو ترمنځ اړیکې اغیزمنې کړي او امریکا متحده ایالتو هم په غبرګن کې د واشنګټن او کابل ټولې هغه ناستې چې ټاکل شوې وه،په دوحه کې ترسره شي، لغوه کړې دي .

ځینې بیا په دې باور دي،چې له چین او روسیې سره د اسلامي امارت وروستۍ راشه درشه او نږدې والی د واشنګټن د نارضایتۍ لامل شوی دی .

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي:« د افغان نجونو د ښوونځیو نه پیل کیدل نه یوازې پر کوردننه افغانستان ته زیان رسوي،بلکې له افغانستان سره د نړیوالو پر اړیکو به  هم زیات اغیز وکړي، په تیره بیا سیاسي او اقتصادي چارو کې لکه څنګه،چې امریکا غوښتل نن له طالبانو سره په دوحه کې پر اقتصادي چارو د نويو پیسو پر چاپ او بانکي چارو د حل لارو په لټولو خبرې وکړي،هغه لغوه شوې او همداسې نړیوال به هم نورې خپلې مرستې نه کوي.»

کارپوهان وايي،د نجونو د ښونځیو د دروازو تړل د افغانستان پر کوردننه او بیرون منفي پایلې درلودې، خو نړۍ ته پکار ده،چې له اسلامي امارت سره نږدې تعامل ولري او سرپرست حکومت هم باید د خلکو او د افغانستان راتلونکي په تړاو فکر وکړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي  وايي:«  ولې له امریکا سره مذاکرات لغوه شول،ددې لپاره چې ټول پوهیږي، د افغانستان خلک د خپلو لوڼو لپاره تحصیل غواړي او دا یو اسلامي هېواد لپاره لازم دی او د نجو نو د ښوونځیو د دروازو تړلو تصمیم افغانستان لپاره زیات منفي تمام شو.»

ځینې بیا وايي،امریکامتحده ایالت  د اسلامي امارت کندهار ناستې ته زیاته هېله منده وه،خو هغه څه چې له دغې ناستې راوتي،دامریکا د میل خلاف دي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د کندهار له غونډې سره جوخت هم په افغانستان کې د نجوونو مکتبونه وتړل شول او هم امریکایانو خپل مذاکرات له طالبانو سره پرر ټپه ودرول، داسې ښکاري،چې امریکایانو له دغې ناستې هېلې درلودې،چې ناامیده شول او خپل مذاکرات یې له طالبانو سره لغوه کړل.»

ټاکل شوې وه،چې شنبه او یکشنبه د اسلامي امارت یو پلاوی په دوحه کې له  امریکايي لوري سره پر اقتصادي مسایلو بحث ولري،خو امریکا چې خپلې ناستې یې لغوه اعلان کړې،د اسلامي امارت پلاوي هم قطر ته خپل سفر لغوه کړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist