Skip to content
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۵ مه» د قطر پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره لېدنه کړې.
لاینز ویلي، د نجونو ښوونځيو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه به پر افغانستان داسې اغېز وکړي،چې د جبران وړ به نه وي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترس هم ویلي و، چې له شپږم د لوړو ټولګیو د زدهکوونکو نجونو لپاره د ښوونځیو په پرانېستلو کې د اسلامي امارت پاتې راتلل د ډېرې ژورې خواشینۍ خبره ده.