د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغان حکومت په وروستیو میاشتو او اونیو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعاملاتو په موخه ځینې ژمنې ترسره کړې دي،چېباید عمل پرې وکړي.
دوی وایي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو مسله دا ثابتوي،چې دوی له خپلو ژمنو پر شا شوي، نو له همدې امله له اسلامي امارته غواړي،چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.