Skip to content
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بودیجې کمښت په اوس کې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې یواځنی خنډ دی.
یاد پروګرام زیاتوي، د ژمي په موسم کې یې ۲۳ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.
نړیوال بنسټونه اوس کې د امنیت له پلوه ډاډه دي،خو اقتصادي بندیزونه بیا هغه لاملونه دي،چې د خلکو اقتصادي وضعیت یې خراب کړی دی.
وړاندې تر دې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و،چې د اوکراین جګړې له امله افغانستان کې خوراکي موادو بیې لوړې شوي او خلک یې د پیرلو وس نه لري.