Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د کار په  بدل کې د غنمو د ورکولو پروګرام پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/24

په سوېل کې د پکتیا ولایت ځايي چارواکي وايي، په مرکز او ولسوالیو کې یې شااوخوا ۸۴ زره کسانو ته د کار په بدل کې غنم ورکول کیږي او کاریګر به ویالي او کاریزونه پاک کوي او سړکونه به جوړوي.

د ولایت مقام استازی نقیب الله سنګین وايي:« پکتیا ته تقریبا۱۱۳۰  ټنه غنم ورکړل شوي. د راتلونکي لپاره هم نور راکول کیږي.هغه کسان چې بې روزکاره دي،هغوی ته به کار ورکړل شي،پکتیا کې اوس شااوخوا ۸۴ زره کسان پر کار مصروف دي.»

د طرزالعمل له مخې،هر کاریګر ته د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکول کیږي او پکتیا کې دغه لنډ مهال کار ته کاریګر خوشاله دي

د پکتیا یو تن اوسېدونکی  وايي:« شپږ ورځې کار دی، د ورځې لس کیلو غنم راکوي ، دا شپږ ورځې کار دی. زموږ د بزګرانو دا کانال چې پاک شي، فصلونو ته به اوبه په سم ډول رسیږي.»

د پکیتا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ دلته لاره باندې شګې اچوو. موږد غنمو په بدل کې کار ته  ډېر خوشاله یو،چې هم کار کیږي او هم غنم را کول کیږي.»

کاریګر همدا راز وایي، دغه لنډ مهاله کار او بشري مرستې یې شته اقتصادي ستونزې نه شي هوارولی او اسلامي امارت دې د بیارغونې بېلابېلې پروژې پيل کړي،ترڅو د اوږد مهال لپاره ورته د کار زمینه برابره شي

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ له اسلامي امارته غواړو،چې موږ ته کار پیدا کړي. دا خو ویاله وه، لکه خپل کار څو ورځې دی. دا خو به ختم شي. دلته ډېری ځوانان بې روزګاره دي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« طبیعي زیرمې را وباسئ. له  چا سره قرارداد وکړئ. په دې بشري مرستو مو درد نه دوا کیږي.»

د مالوماتو له مخې،مرکزي ادارې پکتیا ته ۱۱۳۰ ټنه غنم ورکړي او مرکز او ولسوالیو کې به خلکو ته د کار په بدل کې ورکول کیږي

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو
افغانستان

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist