د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي،چې یاده ناسته د افغانستان لپاره د بشري مرستو تر غوښتنو محدوده ده او تر دې زیات هیڅ نه شي کولای.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالهی قانت وايي:« د اسلامي همکاریو له دغه سازمان هېڅ داسې تمه نه کیږي،چې د افغانستان او افغانانو لپاره ګټوره پایله ورکړي. زه فکر نه کو، چې د اسلامي همکاریو سازمان داسې کومه پریکړه وکړي،چې هغه له حکومت سره مرسته وکړي. اصلي موضوع دا ده،چې د اسلامي همکاریو سازمان د نوي حکومت پر رسمیت پيژندنه کې همکاري وکړي.»
ځینې نور بیا په دې اند دي،چې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان یوازینۍ لاس ته راوړنه دا وه،چې د افغانستان لپاره یې وجهي صندوق جوړ کړ.
د سیاسي چارو شنونکی میرویس آشفته وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان یوازینۍ لاس ته راوړنه دا وه،چې وجهي صندوق یې جوړ کړ،خو هغه یې هم په پاکستان کې جوړ کړ. چین هم هلته د خپلو ګټو لپاره ګډون کړی و. عمران خان په کې ځان د طالبانو د ولي په توګه را څرګند کړ او داسې یې وښودله،چې دوی د هغوی له ملاتړ پرته هېڅ هم نه دي.»
شنونکي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان ټولې ناستې او خبرې سمبولیکې دي او له پیله یې د کوم اسلامي هېواد ستونزه په عملي بڼه نه ده حل کړې.
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي:« دغه سازمان له خپل پیله تر دې دمه، د هېڅ اسلامي هېواد په درد نه دی دوا شوی. په سمبولیک ډول ترې تل اعلامیې خپرې شوې دي. دا ډله چې د اسلامي همکاریو د سازمان په نوم ده، د هېڅ هېواد ستونزه یې نه ده حل کړې.»
نیوکې دا دي،چې یاد کنفرانس تر ډېره پاکستاني چارواکو یرغمل کړی و او ویناوالو یې ډېر د اوکراین او روسیې پر کړکیچ، له اسلامه د کرکې د مخنیوي او د کشمیر موضوع ته منحصر او محدود کړی و.