Skip to content
په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لیسو ته د نجونو پر تګ بندیز نه یوازې په کور دننه افغانان غوسه کړي، بلکې د نړیوالو تند غبرګونونه یې هم راپاورلي او د دې پریکړې د بېرته اخېستو غوښتنه یې کړې ده.
نړیوال بنسټونه او د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو استازي وايي، د نجونو ښوونځيو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه به د افغانستان راتلونکې لا مبهمه کړي او غوښتنه یې کړې، چې له سره دې واخیستل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د اسلامي امارت دا پرکړه غندلې او د بښنې نړیوال سازمان بیا تبعیض، بې عدالتي او له نړیوالو قوانینو څخه سړغړونه یاده کړې ده.
یوناما وايي:«افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د طالبانو له خوا هغه اعلان غندي، چې پر بنسټ یې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ یو ځل بیا بندیز لګول شوی او له شپږم ټولګي د پورته ټولیګو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي.»
د بښنې نړیوال سازمان وايي:« نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره اقدام وکړي او پر طالبانو فشار راوړي،تر څو د دې ډاډ ورکړي،چې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي. زده کړو ته حق یو اساسي بشري حق دی،چې طالبان باید ورته ژمن پاتې شي. د طالبانو اوسنی کړنې تبعیض، بې عدالتي او له نړیوال قانونه سرغړونه ده.»
د ناروې کډوالو شورا او افغان میرمنو برخه کې د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري وایي،د اسلامي امارت له خوا دا پریکړه به د افغانستان راتلونکې لا پسې خرابه او د هغو افغان کورنیو هیلې به خاورې کړي،چې د خپلو نجونو راتلونکې لپاره یې لري.
د ناروې کډوالو شورا مشر جان ایجلنډ وايي:« موږ هېله من یو،چې د افغانستان پوهنې وزارت له خوا شوې پریکړه له سره واخېستل شي. موږ له حکومته غوښتنه کوو،چې په خپله تېره پرېکړه ودریږي او په ټول هېواد کې د ټولو کچو ښځینه زده کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. پر انجونو د زده کړو محدودیتونه به د افغانستان راتلونکی لا پسې خرابه کړي. »
د بشري حقونو او افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:« له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول به نه یوازې پر طالبانو باور کمزوری کړي، بلکې افغانستان کې به د هغو کورنیو هیلې هم خاورې کړي،چې د خپلو نجونو راتلونکې لپاره یې لري.»
له دې سربېره د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزېل هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې او ویلي یې دي چې د نړېوالو کنوانسینیونو سره په ښکاره ټکر کې ده.
مارکوس پوتزېل زیاته کړې:«د طالبانو لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز د غندلو وړ دی او د طالبانو له خوا دا اعلان د هغو نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی،چې افغانستان ورته ژمن دی.»
اخوا کابل کې د ښوونځیو ځینو زده کوونکو د یادې پریکړې په غبرګون کې ویلي، حجاب یوازې بهانه ده او د پریکړې اصلي موخه د ښځو ځپل دي.
دوی ویلي،حجاب دوی ته نوی نه دی،بلکې دوی له مخکې هم د اسلامي حجاب په مراعت کولو سره ښوونځیو ته تلې.