Skip to content
کندهار کې یوه امنیتي سرچېنه وايي، د حکيم سندهي په نوم د پاکستاني طالبانو یو غړی تېر ماخوستن مهال د کندهار ښار د دویمې ناحيې اړوند جامع عمر په سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو بريد کې وژل شوی.
اخوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ وياند اصف حکيمي وايي، دوی په دې اړه پلټنې کوي.
حکیم سندهي، چي د سند ایالت اصلي اوسېدونکي وو، مخکې د لشکري جهنګوي غړی وو، خو وروسته له پاکستاني طالبانو یا ټي.ټي.پي سره ملګری شو.
هغه دا مهال کندهار کې د يوناني درملو د پلور دوکان درلود.
تر اوسه پورې هيڅ ډلې د هغه د وژنې مسووليت پر غاړه نه دی اخېستی.