Skip to content
بي بي سي د سرچینو له قوله ویلي، په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت امیرالمومنین پر مشرۍ ناسته شوې ده.
سرچینو ویلي، دغې ناستې ته د کابینې ۱۵ وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي وربلل شوي دي.
د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملاحسن اخوند، مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالغني برادر، د دفاع سرپرست ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د پوهنې سرپرست وزیر، د روغتیا سرپرست وزیر، د مالیې سرپرست وزیر، د سوداګرۍ سرپرست وزیر، د د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر، لوی څارنوال او ځینې نور چارواکي له تېرې ورځې راهیسې په کندهار کې دي.
سرچینو ویلي، په کندهار کې د ناستې یوه مهمه موخه اسلامي امارت حکومت ته د نړیوال مشروعیت د موندلو هڅه ده.
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه پورې د دغې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي