د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۲ مه» د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ۴۸ مه ناسته کې د وینا پر مهال تر ډېره له اسلامي هېوادونو سره د چین د اړیکو او افغانستان په اړه خبرې وکړې.
وانګ یي وایي،په سیمه کې د یوه امن او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او تمه لري، چې وکړی شي ددغه هېواد په پرمختګ کې اغېزناک ګامونه پورته کړي.
نوموړي همدا راز وايي، په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده او چین تیار دی،چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه له نورو اسلامي هېوادونو سره هم د ښو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او وایي،دوی هڅه کوي له ټولو اسلامي هېوادونو سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې پراخې اړیکې ولري.
په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان یا او.آی.سي د بهرنیو چارو وزیرانو دا ناسته د پاکستان په کوربهتوب پرون پیل شوې او نن هم دوام کوي.