د غني پر وینا په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات راوستو لپاره یو ملي بحث ته اړتیا ده،چې ټول افغانان د یوه با ثباته هېواد د جوړولو لپاره په کې خپل نظریات شریک کړي.
غني زیاته کړې:« اړینه ده،چې موږ یو ملي بحث خپل منځ کې پیل کړو او نتیجې ته ورسیږو. که یو او بل ونه منو او افغانستان د ټولو کور ونه ګڼو او هر افغان ته د دې حق ور نه کړو،چې خپل افغانیت،خپل غرور،خپل اسلامیت او خپله ژمنه ثابته نه کړو،نو فرصت مو له لاسه ورکړی، د یو او بل په منلو کې مو ټول ټولېدای شو.»
مخکېني ولسمشر ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې د حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا ده او په باور یې تر نړیوال مشروعیت وړاندې ملي مشروعیت اړین دی.
غني همدا راز ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې اقتصادي خوځښت ته اړتیا ده او په خبره،یې دغه هېواد باید نور د بشري مرستو مستعمره نه وي،بلکې یو ډاډ دې رامنځ ته کړل شي،چې د افغانستان خلک پر کار بوخت شي، پانګونه وشي او افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت وژغورل شي.
هغه دغه راز ویلي، چې جګړه پای ته رسېدلې،خو په افغانستان کې سوله نه ده راغلې.
هغه زیاتوي:« یوه باعزته سوله د ټول ولس سوله ده، ټول ولسونه د افغانستان ټول اقشار باید په کې برخه واخلي ،تل پاتې سوله زموږ اړتیا ده،جګړه پای ته رسېدلې،خو سوله نه ده راغلې،د جګړې اور بلول اسانه دي او خدای نه کرده بې طرحې شروع شي،نو بیا په هغه اور اوبه اچول سخت دي.»
له دې سره مخکیني ولسمشر ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې دا مهال د اقتصادي ودې لپاره امنیت شته، نو اوسني حکومت ته په کار ده،چې نویو فکرونو، متخصیصینو او په کار پوه خلکو ته پهحکومت کې د کار او فعالیت زمینه برابره کړي.
اشرف غني زیاته کړې،که نوی حکومت د متخصصو شخصیتونو پلانونو ته ارزښت ورکړي، نو د افغانستان صادرات او تولیدات به په څو کلونو کې څو برابره شي.