تکل زیاتوي:« اوس هم په کابل کې د ګڼو هیوادونو استازولۍ او سفارتونه فعالیت لري، د افغانستان سفارتونو او سیاسي استازولۍ د افغانستان له اوسني حکومت سره په اړیکه کې دي او اطاعت یې کوي او د نوي حکومت له لوري ورته هدایت ورکول کېږي.»
په کابل کې اوس مهال له اروپايي ټولنې سربیره ۱۵هېوادونه فعال سفارتونه لري او سیاسي استازي یې له حکومتي چارواکو سره رسمي او غیررسمي ناستې هم کوي.
د اسلام اباد او تهران ترڅنګ اوس عشق اباد او انقره کې هم د افغانستان سفارتونو چارې نوي حکومت ته سپارل شوي،چې دې چارې د افغانستان رسمیت پیژندنې لپاره هیلې نورې هم زیاتې کړي دي .
سعادت وايي، د دغه ډول اړیکو توپیر له رسمي اړیکو سره یوازې دا وي،چې دا اړیکې بېرته اخېستل کیږي،خو اوس افغانستان له نړۍ سره غیر رسمي اړیکې لري او اوسنی نظام مشروع حکومت بلل کیږي .
سعادت زیاتوي:« په نړیوالو حقوقو کې دې ته اشاره وي،رسمیت پیژندنه وايي، مانا دا چې خاموشه رسمیت پیژندنه ده اوعملا دیپلوماتیک روابط جریان لري. موږ دې ته ویلای شو،چې دا رسمیت پیژندنه ده،خو توپیر دومره دی،چې هغه اعلان شوې رسمیت پیژنده بېرته د اخېستلو وړ نه ده، اما دا حالت چې اوس دی، له هغې سره فرق نه لري. خو توپير یې دا دی، چې دا مشروعیت بېرته اخیستل کیدای شي، نړیوالې اړیکې شته او فعلآ افغان حکومت مشروع حکومت دی.»
ځینې بیا په دې باور دي،چې ګڼ هېوادونه له رسمیت پیژندنې پرته له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې لري او ځینې نور بیا د اړیکو بیا ټینګېدو په حال کې دي،چې د ویانا او شیکاګو کنوانیسیونونو پربنسټ دغه حالت ته پټې سیاسې اړیکې ویل کیږي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د ډیپلوماتیکو اصولو او نړیوالو اصولو پر بنسټ چې یو دولت بل دولت په رسمیت ونه پیژني، دا نه شي کولای،چې د سفارت پر کچه باندې اړیکې سره جوړې کړي، خو دا چې اوس افغانستان په رسمیت نه پیژندل کیږي او ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره جوړې دي، دې ته موږ غیر رسمي یا پټې ډیپلوماتیکې اړیکې ویلای شوو.»