د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د وري پر ۲مه»د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته پیل شوه.
دا په تېرو درې میاشتو کې ددې سازمان دویمه ناسته ده،چې تېره هغه یې په ډيسمبر میاشت کې وشوه او تمرکز یې پر افغانستان و.
اوسنۍ غونډه د عدالت لپاره د یو والي او د پرمختګ په موخه د همکارۍ تر عنوان لاندې جوړه شوې او شاوخوا ۵۷ غړو هیوادونو استازو په کې ګډون کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دې ناستې د پرانیستې په وینا کې پر اسلامي نۍ غږ وکړ،چې باید د افغانانو لاسنیوی وشي او د نورو ترهګریزو ډلو د ځپلو په موخه د افغان حکومت ملاتړ وشي.
قریشي زیاتوي:« د اسلامي همکاریو سازمان تېره ناسته د افغانستان لپاره ډېره غوره وه. زموږ ملاتړ باید دوام وکړي. موږ باید هلته د بشري ناورین او اقتصادي سقوط مخه ونیسو. موږ باید همدا راز د داعش د له منځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړو. موږ باید په افغانستان کې له نورو ترهګرو سره هم د مبارزې لپاره مناسبې سټراټيژۍ تعقیب کړو.»
شاه محمود قریشي ټينګار وکړ،چې با ثباته ، امن او خوندي افغانستان د سیمې او ټولو هېوادونو پر ګټه دی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له نننۍ ناستې وړاندې، پرون له اسلامي پراختیايي بانک سره د افغانانو لپاره د اعتماد وجهي صندوق منشور هم لاسلیک شو.
د اسلامي پراختیايي بانک مشر محمد سلیمان جاسر وايي:« موږ تېره ورځ له افغانستان سره د مرستو په موخه د اعتماد یو وجهي صندوق جوړ کړ او د اسلامي هېوادونو کنفرانس سازمان له چارواکو سره مو لاسلیک کړ. دا کار مو له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو په موخه وکړ. موږ له تاسې هم هېله من یو،چې په دې برخه کې خپله همکاري وکړئ.»
اخوا د اقتصادي چارو شنوونکي بیا په دې اند دي،چې دغه وجهي صندوق د افغانانو لپاره خاصه مرسته نه شي کولای،ځکه د اسلامي همکاریو پرمختللي غړي هېوادونه له یو بل سره ښې اړیکې نه لري او په اوږد مهال کې بشري مرستې د افغانانو درد نه شي دوا کولای.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« له افغانستانه هلته کوم لوړپوړي پلاوي ګډون نه دی کړی. زما نظر دا دی،چې دا کار باید په کابل کې شوای وای، که له افغانستان سره د همکارۍ صندوق جوړیږي دلته باید وي. بل دا چې دا صندوق دومره اغیزمن هم نه دی او ډېرې پیسې به هم په کې راټولې نه شي،ځکه اسلامي هېوادونه له یو بل سره تضاد لري.»
د اسلامي همکاریو سازمان په دې ناسته کې د اوکراین او روسیې پر موضوع او د کشمیر پر کړکیچ هم خبرې کیږي،چې په پام کې ده،چې نن چهارشنبه هم دوام وکړي.
اخوا بیا له افغانستانه دغه کنفرانس ته کوم لوړپوړی پلاوی نه دی تللی او د اکبر اعظمي پر مشرۍ ټیټ پوړي پلاوي ګډون کړی دی.
اسلامي همکاریو سازمان ناسته: قریشي د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت د ملاتړ غږ وکړ