مخکېني ولسمشر ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې د حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا ده او تر هغه چې ملي مشروعیت نه وي رامنځ ته شوی، نړیوال مشروعیت رامنځ ته کېدل ګران کار دی.
غني همدا راز ټینګار کړی دی،چې په افغانستان کې اقتصادي خوځښت ته اړتیا ده او په خبره یې دغه هېواد باید نور د بشري مرستو مستعمره نه وي، بلکې یو ډاډ دې رامنځ ته کړل شي،چې د افغانستان خلک پر کار بوخت شي، پانګونه وشي او افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیته وژغورل شي.
د هغه په وینا په افغانستان کې دا مهال د اقتصادي ودې لپاره امنیت شته دی، نو اوسني حکومت ته په کار ده،چې نویو فکرونو، متخصیصینو او پر کار پوه خلکو ته د فعالیت زمینه برابره کړي، تر څو میلیونونه افغانان پر کار بوخت شي.
اشرف غني زیاته کړې ده،که نوی حکومت د متخصصو شخصیتونو پلانونو ته ارزښت ورکړي، نو د افغانستان صادرات او تولیدات به په څو کلونو کې څو برابره شي.