د اسلامي امارت له واکمن کیدو وړاندې د قطر په دوحه کې او د بروکسل او مسکو ناستې وشوې.
وروسته له هغې د اسلامي امارت له راتګ سره د تېرو ۷ میاشتو په ترڅ کې هم د افغانستان په تړاو ګڼې نړیوالې ناستې وشوې.
د دغو ناستو او غونډو پېل د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر بیړنیو ناستو وشو چې بیا درې ځل نورې هم تکرار شوې.
د امنیت شورا په دې ناستو کې د ملګرو ملتونو ډېر تمرکز پر بشر او د ښځو پر حقونو وو او له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کیده،چې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره یاد سازمان ته پیسې ورکړي.
همدا راز بیا په پاکستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه وشوه،چې د ۵۷ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و او د اسلامي امارت پلاوي ته هم بلنه ورکړل شوې.
وروسته له هغې په اسلام اباد کې په سیمه اییزه کچه یوه بله ستره او مهمه ناسته هم وشوه،چې ټرویکا پلس وه او د روسیې، چین، پاکستان او امریکا استازو جوړه کړې وه.
ورسره هم مهاله هند بیا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ناسته راغوښتې وه،چې له یوه پلوه د ټرویکا پلس غونډه پیکه کړي او له بل لوري یې غوښتنه دا وه،چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ سیمې ته و نه غځيږي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې اند دي،چې د دغو ناستو او غونډو پایلې او اغیزې تر ډېره مثبتې وې او له نړۍ سره د اسلامي امارت مخامخ ناستې وشوې.
د سیاسي چارو شنونکی حبیب الله جانبدار و ايي:« تېر کال د افغانستان په تړاو کنفرانسونه او غونډې ترسره شوې او ډيپلوماټیکو ډلو په خپلو کې ناستې وکړې. موږ ویلی شو،چې د افغانستان حکومت په ډي فکټو ډول منل شوی دی. خو د دغو کنفرانسونو ځینې مطالب پاتې دي او خبرې پرې نه دي شوي، نو فکر کوم،چې روان کال به هم دا لړۍ دوام پیدا کړي،چې په ترڅ کې به یې د رسمیت پیژندنې لپاره زمینه برابره شي.»