Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیرر ملا محمد یعقوب مجاهد په هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لېدنې پر مهال وویل، کار اهل کار ته سپارل له قومي، سمتي او ژبنيتوپیر پرته یو اسلامي امر دی،چې دوی ورته ژمن دي.
مجاهد ټېنګار وکړ،چې اسلامي امارت له هېچ چا سره د قوم، سمت او ژبې پر بنسټ چلن نه کوي.
ملا محمد یعقوب مجاهد د يادې قول اردو له مسوولينو غوښتنه کړې،چې د بيت المال، نظامي تجهيزاتو او وسايطو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د یادې قول اردو د منسوبينو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د سوېل لویدیځ زون سرحدونو د لا ښه امنيت ټينګښت په موخه یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.