ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدید کړی، خو چارې یې زیاتې اغیزمنې او کامیابې نه یادیږي او یو لامل یې هم د دوی له لوري د افغانستان په رسمیت نه پیژندل دي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ماموریت او مرستې هغه مهال زیاتې اغیزمنې وي،چې دغه نړیواله اداره د افغانستان نوی نظام پر رسمیت وپیژني.
دوی وايي، افغانستان باید د نړۍ د نورو ملتونو په څیر له خپلو نړیوالو انساني حقوقو برخمن وي او ملګري ملتونه باید د افغان ولس پر دغه حق سترګې پټې نه کړي
د سیاسي چاررو کارپوه سید بلال هاشمي وايي:« تر اوسه پورې چې د ملګرو ملتونو ماموریت په افغانستان کې دی او په ځانګړي ډول د بشري مرستو په برخه کې دا دومره اغیزمن اوکامیاب نه دی. علت یې دادی،چې دوی د افغانستان له حکومت سره خپل روابط نه ساتي او دخپلو خاص افرادو په وسله خپل پرګرامونه مخکې وړي. د دې لپاره،چې په افغانستان کې دملګرملتونو ماموریت او مرستې اغیزمنې تمامې شي، اړینه دا ده،چې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني.»
کارپوهان وايي، که ملګري ملتونه ځان انساني حقوقو ته ژمن بولي او افغانان هم ورته د نړۍ بشر ښکاري،نو د امریکا او نورو هېوادونو پرېکړو ته دې انتظار نه کاږي او په خپلواکه توګه دې اعلان کړي،چې د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت پيژني.
د دوی په باور که ملګري ملتونه دغه اعلان وکړي،ګڼ نور هېوادونه به هم له افغانستان سره مرستې ته را ودانګي،چې ورسره به په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو مرستې او ماموریت یې د افغانستان لپاره ډېر اړین دی،خو ترڅنګ یې د ملګري ملتونه د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني، نور هېوادونه به هم له افغانانو سره مرستې ته راودانګي او په افغانستان کې چې کوم اقتصادي بحران په زیاتیدو دی، مخنیوی به یې وشي.»
له هغې وروسته چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام تمدید کړ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نیوکه پرې دا وه،چې له رسمیت پیژندنې پرته د ماموریت تمدید به بې اغیزې وي.